لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد:طالبانو سره نه په اوربند موافقه شوې،نه په لندمهاله حکومت


افغان سولې دپاره دامریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره دلنډمهاله حکومت دموافقې په اړوند خپاره شوي راپورونه بې اساسه بللي اؤ ویلي یي د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.

دافغانستان د صدارتي ماڼۍ دیو بیان له مخې ډاکټر زلمي خلیلزاد پرون( یکشنبه)ماښام ناوخته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت نورو غړو سره ولیدل اؤ هغوئ سره یې په دوحه کې طالبانو سره دشوؤ خبرو جزئیات شریک کړل.

هغه افغان دولت ته سپیناوی وکړو چې د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې .

دخلیلزاد په وینا دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم

تر دې وړاندې تیره ورځ یو شمیر رسنیو داسې راپورونه ورکړي وؤ چې طالبانو اؤ امریکا افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو، داور بند په رامینځته کولو اؤ د لنډمهاله حکومت په جوړولو صلاح شوي دي.

خو ډاکټر خلیلزاد افغان ولسمشر سره دلیدنې پرمهال ویلي طالبانو سره یې د اوربند په مسئله بحث کړی خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

تر دې وړاندې طالبانو هم پخپله یوه اعلامیه کې واضحه کړې وه چې افغان دولت سره یې په اوربند موافقه نه ده کړې.

ډاکټر خلیلزاد وویل، طالبانو سره په خبرو کې امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دومدارې سولې ته د رسېدو یوازینۍ حللاره بین افغاني مذاکرات دي.

هغه زیاته کړه، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي ا

که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي

ډاکټر خلیلزاد په دې اړه چې ایا طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي او که نه؟ وویل، د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري.

په دغه لیدنه کې افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه د راپور د شریکولو په خاطر مننه وکړه او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په خاطر یې د امریکا د متحدوایالتونو د دولت هڅې وستایلې.

XS
SM
MD
LG