لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:افغانستان سره مو په۹۰۰کلومیټره پوله ازغن تار لګولی


دپاکستان پوځ وایي افغانستان سره په لګیدلې پوله د۹۰۰ کیلو میټرو په ساحه کې د ازغن تار لګولو عمل سرته رسولی اؤ راتلونکي کال کې ددې پروژې سرته په رسیدلو به دامنیت وضعه زیاته ښه شي.

دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور تیره ورځ دبیلابیلو رسنیو خبریالان دشمالي وزیرستان غلام خان سیمې ته بوتللي وؤ اؤ دغلته یې ورته افغانستان سره په پوله دازغن تار غځولو ترڅنګ د سیمې د وضعیت په اړوند احوال ورکړی دی.

میجرجنرال اصف غفور خبریالانو ته ویلي پاکستان افغانستان سره په ۲۶۰۰کلومیټره پوله ازغن تار غځول غواړي اؤ په دې کې یې پروسکال په ۱۲۰۰کلومیټره حساسو سیمو باندې دازغن تار په لګولو پیل کړی.

هغه وویل په دې پروژه به ۷۰ اربه روپۍ مصرف کیږي اؤ د ازغن تار ترڅنګ به په پوله د شکمنو فعالیتونو دڅارنې دپاره الات هم لګول کیږي.

دا لمړی ځل دی چې پوځ خبریالان دشمالي وزیرستان هغه کړکیچنې سیمې ته بوتللي وؤ چې له دې وړاندې ورته دخبریالانو،عام ولس اؤ امنیتي ځواکونو ورتګ مشکل ؤ.

میجر جنرال اصف غفور د ډیورنډ دکرښې دحساسیت په اړوند خبریالانو ته معلومات ورکړي اؤ ویلي یې دي چې په۲۶۰۰ کلومیټره دې اوږده پوله کې ۱۲۰۰کلومیټره سیمه د خیبر پښتونخوا اؤ نوره د بلوچستان برخه ده.

هغه وویل دپولې په کومو سیمو چې ازغن تار لګیدلی ،ترهګر اوس په هاغو لارو نه شي اوښتی اؤ په پوله اوس په پوله دترهګریزو بریدونو لړۍ تم شوې ده.

پر دغه مهال خبریالانو دپوځي ویاند څخه افغانستان کې دسولې په اړوند د روانو هڅو په هکله هم پوښتنې کړي دي.

پوځي ویاند ویلي که چرې افغانستان کې اړونده اړخونونه د سولې په کوم تړون متفق کیږي نو دا به دپاکستان په ګټه هم وي ځکه چې ددغسې یو تړون له به امله دطالبانوي پلوي نورې تندروه ډلې هم د جوړجاړي لارې خپلولو ته اړ شي.

هغه وویل که افغان طالبان افغانستان کې دسیاسي عمل برخه جوړه شي اؤ حکومت کې ورګډ شي نو افغانستان کې به ثبات ټینګ شي اؤ بیا به دداعش اؤ تحریک طالبان پاکستان مقابله اسانه شي.

هغه وویل پاکستان د۲۰کالو راهسې دترهګرۍ په ضد یوه اوږده جګړه وکړه اؤ اوس په ټولیزه کې پاکستان کې امن ټینګ شوی دی په سیمه کې چې دځائ خلکو کومې ستونزو دي اوس به دهغې هواري ته هم پام ګرځولی شي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي چې په دغه سفر کې پوځ خبریالانو ته اجازه ورکړې چې دعامو خلکو سره هم خبرې وکړي اؤ دسیمې خلکو که چرته د پوځ دځېنو کارونو ستائنه کړې نو هلته یې پرې نیوکې هم کړي چې سیمې ته دستنو شوؤ بې کوره کسانو دبحالۍ دپاره یې هغسې چټک ګامونه نه دي اخستي چې ورته اړتیا ده.

دپاکستان پوځ خبریالان وروسته له هغې شمالي وزیرستان کې ګرځولي چې روانه میاشت قبائیلي وګړو په ګرد هیواد کې احتجاجي مظاهرې وکړي چې پوځیان په قبائیلي سیمو کې د ځائ خلکو دکورونو سترونه ماتوي .

په پوځ دخلکو دکورونو دسترونو ماتولو دغه تورونه وروسته له هغې ولګیدل چې دشمالي وزیرستان دخیسور سیمې یو ماشوم حیات خان په دې وروسیتو کې په سوشل میډیا خپره شوې یوه ویډيو کې وویل پوځيانو یې پلار اؤ ورور نیولي اؤ اوس بې اجازې دهغه کور ته ورننوځي اؤ ورته وایي چې “کټ اؤ بالښت راته سم کړئ”

پوځ لا تر اوسه په دغه اړوند خپل دریځ نه دی روښانه کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG