لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ ويلي، د ارمان لوڼي د جنازې نه په بيرته ستنېدو په دوي ډزې شوي


د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داړو ويلي، د قلعه سېف الله نه بهر پرې ډزې شوي خو دوي پکې روغ پاتې شوي دي.

نوموړي د شپې په مهال ناوخته په ټويټر ویلي،

"پوځي چارواکو د قلعه سېف الله نه بهر زمونږ په ګاډي ډزې وکړې،په ډزې زمونږ په ګاډي لګېدلي خو مونږ ټول پکې محفوظ پاتې شوي يُو".

د يادې پېښې په اړوند په سوشل ميډيا ځينې ويډيو هم خپرې شوي او په دغو ويډيوز کې زيات شور اورېدل کيږي.

د پي ټي اېم يو غړي شهباز ستورياني ويلي، "د منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او عبدالله ننګيال بټني په ګاډي ډزې شوي کله چې دوي د ارمان لوڼي د جنازې نه بيرته ستنېدل، ډزې په ګاډي لګيدلي او مشران پکې روغ پاتې شوي دي".

د يادې پېښې په اړوند په رسمي ډول پوځ او د بلوچستان حکومتي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

ستوريانې د يادې پېښې څلور ساعته وروسته بيا ويلي، د پي ټي اېم مشران د ډېره اسماعيل خان درازنده علاقې ته په خېریت رسېدلي دي.

پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ بلوچستان ته د تلو په مهال هم محسن داوړ ويلي ؤ چې دوي قلعه سېف ته د ارمان لوڼي جنازې ته د تلو په مهال په لار کې د خنډانو سره مخ شوي وو.

هغه تور لګولی ؤ چې پوليس، ليويز او اېف سي ځای په ځای دوي ودروي. وروسته دوي قلعه سېف الله ته د رسېدو ويلي ؤ.

ارمان لوڼی د خالي، شنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان په لورالايي کې وژل شوی او د پي ټي اېم غړي تور لګوي چې لوڼی د پوليس په تشدد وژل شوی او پرون هغه په قلعه سېف الله کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ارمان لوڼي طبي معاينه (پوسټ مارټم) پرون شوې او ډاکټرانو ويلي، نن د ګل، دوشنبې په ورځ به دغه رپوټ راشي چې ارمان لوڼي څنګه وژل شوی يا مړ شوی دی.

د لورالايي پوليسو ويلي ارمان لوڼی د زړه د دورې نه مړ شوی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال د ارمان لوڼي د تورنې وژنې د پېښې نوټس اخيستی او په دوه ورځو کې يې د ژوب ډويژن د کمشنر نه د پېښې رپوټ غوښتی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG