لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش په ضد نړیوال اتحاد وایي دې ډلې ماتې خوړلې ده


واشنګټن ــــ داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره نړیوال ایتلاف ویلي، په ګډه یې د داعش پوځي توان، مشرتابه، مالي سرچینې، آنلاین پروپیګنډې له منځه وړې او د هغوی تر واک لاندې سیمه یې بیرته نیولې ده.

په واشنګټن کې د 79 اتحادي هېوادونو د وزیرانو غونډې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، غړي هېوادونه داعش ته په ماتې ورکولو کې یو موټی دي او د ځایي سیمو له همکارانو سره پوځي مرستې کوي او د داعش نه د اخیستل شوو سیمو په ارامۍ کې د یو بل سره ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې د 2014م کال راهیسې د داعش ډلې په ضد د پوځي عملیاتو، د هغوی د پروپیګنډې د مخنیوي، د مالي سرچینو د تړلو، د بهرنیو ترهګرو د څارنې او په داعش ځپلو سیمو کې د ارامۍ او اقتصادي مرستو تفصیلي حال ورکړی شوی دی.

اعلامیه وایي، په عراق او شام کې 32 اتحادي هېوادونو د داعش په ضد په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې. په عراق کې له داعش نه ټوله سیمه او په شام کې 99 فیصده خاوره ترې بیرته اخیستل شوې ده.

اعلامیه وایي، د داعش د مشر البغدادي نیزدې ټول مرستیالان د جنګ له میدانه وړل شوي دي او زیاتوي چې د جګړې لپاره د داعش وزیران، د اطلاعاتو، خزانې، د ګېس او تېلو او د نورو بهرنیو ګټو وټو لارې او کارکوونکي یې ختم کړي دي.

د داعش ډلې د پروپیګنډې په ځواب کې اعلامیه دعوه کوي چې داعش د ایتلاف له خوا په انټرنیټ باندې د سختو او منظمو بندیزونو سره مخ دی. د ایتلاف د اړیکو ټینګولو څانګه وخت په وخت د غړو هېوادونو استادان، رسنۍ او د ټیکنالوجي د شرکتونو د مشرانو غونډې کوي، چې څنګه د ترهګرو آنلاین پیغامونه ختم کړي او په ځواب کې یې مثبته بیانیه وړاندې کړي.

اعلامیه وایي اتحادي هېوادونه د لندن او ابوظبۍ نه د داعش د پروپیګنډې د مخنیوي هڅه کوي. وایي د 2015م کال له اګست میاشتې ټویټر د ترهګرو 1.2 میلینه اکاونټونه ختم کړي دي. ایتلاف د داعش په ځواب کې په عربي، فرانسوي او انګرېزي ژبه کې پیغامونه خپروي.

د داعش د مالي سرچینو د تړلو په لړ کې اتحادي هېوادونه وایي، چې د ترهګرې ډلې د ګټې وټې لارې یې تباه کړې او په هوایي بریدونو کې یې د دې ډلې د انرجۍ اثاثې په نخښه کړې دي. دغه شان اتحادي هېوادونه د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې په غیر قانوني توګه له خلکو نه د مالیو ټولولو توان کم کړی دی.

اعلامیه وایي، په سعودي عربستان کې د اتحادي هېوادونو دفتر له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره هڅې کوي. همدغه شان د اتحاد یوه بله ډله کوشش کوي چې داعش ډله مالي مرستې تر لاسه نه کړي او د غیرقانوني پیسو (د تورو پیسو) د راکړې ورکړې په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي کړي.

اعلامیه زیاتوي چې عراق او شام ته د تلونکو بهرنیو ترهګرو تګ اوس ډېر کم شوی دی. همدارنګه وایي چې د ملګرو ملتونو له خوا د جوړ شوي قانون او د استخباراتي معلوماتو شریکولو له امله د داعش ډلې د پیسو پیدا کولو توان هم ډېر کم شوی دی. د بهرنیو ترهګرو په اړه وایي چې امریکا اوس د 72 بهرنیو همکارانو سره د مشکوکو ترهګرو سفري معلومات شریکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG