لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په بنو کې د پوليو پېښه رپوټ شوې


په پاکستان کې د کال ۲۰۱۹ د پولیو دوېمه پېښه په بنو کې مخې ته راغلې ده. څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د روان کال لومړۍ پېښه رپوټ شوې وه.

د پوليو د ختمون دپاره د وزيراعظم ځانګړي وياند بابر بن عطا په بنو کې د پوليو د پېښې پخلی کړی دی.

بابر بن عطا په ټويټر ويلي دغه ماشوم چې پوليو وهلی مور و پلار يې هغه ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

"د بنو د پوليو د پېښې د ابتدايي پلټنيز رپوټ ترمخه د ماشوم مور و پلار د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی ؤ. افسوس دی چې د مور و پلار د انکار له سببه يو بل ماشوم د پولیو ښکار شو. انکاري مور و پلار ته سوچ کول پکار دي چې د پولیو د څاڅکو له سببه د ګردې نړۍ په شمول د مسلمانانو ملکونو څخه پوليو وايرس ختم کړی شوي دي".

هغه ويلي دغه ماشوم چې پوليو وهلی عمر يې دوه کاله دی.

په پاکستان کې د پوليو د خاتمې د پروګرام د وېب پاڼې ترمخه تېر کال په پاکستان کې د پولیو ټولې ۱۲ پېښې مخې ته راغلې وې.

په يادو پېښو کې د خېبرپښتونخوا په اته پېښو کې پينځه په باجوړ، په خېبر، چارسده او لکي مروت کې يوه يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې درې پېښې رپوټ شوې او د کراچۍ په ګډاپ ټاؤن کې هم يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG