لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي راتلونکو څو کلونو کې به دحج مصارف نور هم سیوا شي


په پاکستان کې سږکال دحج دبیعو لوړیدو وروسته حکومت ویلي په راتلونکو څو کلونو کې به دحج مصارف نور هم سیوا شي اؤ دحج فریضه ادا کول به یوازې د شخصي څانګې څخه کول ممکن وي.

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د پاکستان مرکزي کابېنې په اسلام اباد کې د کال ۲۰۱۹م لپاره د حج پالیسي اعلان کړې وه چې تر مخه يې د حج خرڅ یا داخله یو نیم لک روپۍ سېوا کړی شوې.

په پاکستان کې دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې دحج د بیعو په لوړولو سختې نیوکې کړي خو دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري دجیو په نوم یو پاکستاني ټي وي ته ویلي چې دسعودي حکومت غواړي چې دحج چارې په درېوؤ څلورو کالو کې په مرحله واره توګه شخصي څانګې ته په لاس کې ورکړل شي اؤ له دې امله به راتلو څو کلونو کې دحج بیعې نورې هم لوړې شي.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف دحج په بېعو لوړولو دنیوکو په مهال ویلي وؤ “چا چې ویل دپاکستان نه به د مدینې ریاست جوړوي هغوئ دحج بیعې لوړې کړې چې اوس به خلکو ته دمدینې دیدار هم ګران شي”

خو د مذهبي چارو وزیر وویل د مدینې په ریاست کې هم حج یا عمره ویړیا نه وي اؤ د حج په مصارفو کې به اوس هیڅ بدلون نه کیږي.

هغه وویل وزارت یې دحج په مصارفو کې د حکومتي پیسو ورګډولو(سبسډي) په اړوند وړاندیز کابېنې ته اېښی ؤ خو کابېنې دغه وړاندیز نه دی منلی.

ښاغلي نورالحق قادري وویل وزیراعظم عمران خان وایي چې دهیواد اقتصادي حالت ځپل شوی اؤ‌ په داسې حال کې دهغه زړه دا خبره نه مني چې دخلکو دحج مصارفو کې دې ورسره څه پیسې حکومت هم لنډې کړي.

هغه وویل دپاکستان اسلامي نظریاتي کونسل دحج پیسو کې دحکومتي پېسو ورګډول جائز ګرځولي وؤ اؤ وړاندیز یې کړی ؤ چې باید پړاؤ په پړاؤ دغو مصارفو څخه حکومتي پیسې وویستل شي.

دمرکزي وزیر وینا وه چې دسعودي حکومت ټولې نړۍ دپاره دحج مصارف سیوا کړي اؤ پاکستان به دسعودي څخه ددې مصارفو د کمولو غوښتنه نه کوي.

سږ کال به د پاکستان نه ۱۸۴۲۱۰ پاکستانیان حج ته تلی شي چې پکې به۱۱۰۵۲۶ کسان په سرکاري سکیم یا کوټه او ۷۳۶۸۴ کسان به په شخصي سکیمونو یا کوټه د حج داخلی کولی شي.

د نوې حکومتي پالیسۍ له مخې هغه تن به هم د حج لپاره په شخصي کوټه (سکیم) کې د درخواست ورکولو اجازه ونه لري، چې په تېرو دریو کلونو کې یې حج کړی وي، او یا يې عمر د ۸۰ کالو نه سېوا وي. خو يواځې هغه کس به له دې بندیزه مستثنی وي، چې د خپلې کورنۍ له ښځو سره د حج فریضه ادا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG