د امریکې د دفاع د وزارت سرپرست يا موقتي مشر پټ شاناهان په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی، نوموړي نن د ګل، دوشنبې په ورځ دا سفر کړی دی.
د وي او ای د خبر ترمخه نوموړی به په خپل سفر کې د افغان مشرانو او امریکايي پوځي مشرتابه سره ويني.
پټ شاناهان دا سفر په داسې حال کې کړی چې د افغانستان د سولې په اړوند خبرې روانې دي.
په سفر کې ورسره مل خبريالانو سره په خبرو کې د دفاع د وزارت مشر ويلي، هغه غواړي چې د افغان چارواکو سره به د هغه څه په اهميت او ښکېلتيا بحث او ټینګار وکړي چې څه يې په هېواد کې روان دي.
هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو پورې اړه لري چې د خپل راتلونکې دپاره په خپله پرېکړه وکړي.
هغه زياته کړې د کابل په سفر کې ورته د امریکايي سرتېرو د کمولو کوم امر نه دی شوی.
د امریکا د دفاع وزارت مشر د کابل سفر په داسې حال کې کړی چې افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان، پاکستان، بيلجئيم، جرمني، ترکي او قطر سفر پېل کړی دی.
د امريکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي دا سفر هم د افغانستان د سولې د خبرو د بهير برخه ده.