لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر له افغانستان او عراق څخه تر لیدنې وروسته ناټو ته ځي


واشنګټن: له افغانستان څخه وروسته د امریکا د دفاع نوی سرپرست وزیر پټ شېنېهن عراق ته تللی چېرې چې امریکا تر ۵۰۰۰ زیات سرتیري ګمارلي دي.

"زه غواړم له هغوی څخه د خپلو اندېښنو په اړه لومړني او کره معلومات ترلاسه کړم له هغه سیاسي حالت څخه خبر شم چې دوی ورسره مخامخ دي."

د ګل یا دوشنبې په ورځ نوموړی افغانستان ته تللی وو چېرې چې ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیري د افغانانو په روزنه او له ۱۲ زیاتو ترهګرو ډلو سره په جګړه باندې بوخت دي.

په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدنې وروسته د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو، چې دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې.

په اعلامیه کې دا هم راغلي وو چې "په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې."

ښاغلي شېنېهن په دغه سفر کې ویلي وو چې دوی به له تروریزم سره مبارزه کې افغان پوځ یوازې نه پرېږدي.

څېړونکي وايي، د امریکا ددفاع سرپرست وزیر ته اړتیا ده چې د بهرني سیاست په برخه کې ځان غښتلی کړی ځکه دی هېڅ پوځي تجربه نه لري او یواځې د تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې له حکومت سره کار کوي.

د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ټاډ روزنبلم وايي:

"هغه کارونه چې تاسو یې په اړه د دفاع د وزیر پرېکړه غواړۍ، یو یې د بیروکراسۍ ختمول دي تر څو کارونه ترسره شي. بله خبره په نورو هېوادونو کې د امریکا ملي امنیتي چارو ته کتل او همدارنګه دا به هم غوره وه چې یو داسې کس واي چې لږ زیاته تجربه یې درلودله او مخکې له دریځ نیولو د بهرنیو مشرانو سره په خبره پوهېده."

د امریکا تر ملاتړ لاندې ایتلاف له عراقیانو سره مرسته وکړه چې داعش له عراق څخه وباسي خو امریکايي ځواکونه په دغه هېواد کې ددې لپاره پاتې شول چې د سرتېرو په روزلو، مشورو او د ملي امنیتي ځواکونو په غښتلتیا کې ورسره مرسته وکړي.

په عراق کې مېشت امریکايي ځواکونو په سوریه کې د داعش په پاتې شونو باندې هم بریدونه کړي او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سپارښتنه کړې چې هلته ددې لپاره پاتې شي چې په ایران باندې کلک نظر وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شېنېهن به تر دې وروسته ناټو ته ولاړ شي، چېرې چې هغه به د خپلو شریکانو د اندېښنو په ځواب کې یوځل بیا دا باور ورکړي چې امریکا دغه ایتلاف ته ژمنه ده، او دا وروسته له هاغې کېږي چې د امریکا ولسمشر لخوا پرې توندې نیوکې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG