په افغانستان پاکستان اؤ ګرده نړۍ کې نن(پنجشبنه) مئینان د ویلټائن په نوم د مینې ورځ یو بل ته د سرو ګلابونو اؤ دمینې د ډکو پېغامونو په ورکولو سره نمانځي.
په ټولنیزو رسنیو هم په نن ورځ ګڼ شمیر فعالینو د ویلنټائن د ورځې په اړوند دمینې ډک پوسټونه،پېغامونه انځورونه اؤ ویډګانې خپرې کړي دي خو په پاکستان اؤ افغانستان کې بیا یو شمیر مذهبي ذهنیت لرونکو خلکو ددغه ورځې دنمانځلو سره مخالفت ښودلی اؤ دې ورځې ته یې دبې حیایۍ د ورځې نوم ورکړی دی.
په کابل اؤ پېښور کې د ویلنټائن ډی نمانځنې یوازې دتېرو څو کالو راهسې زور نیولی اؤ دټولنیزو مخالفتونو باوجود پېغلې اؤ ځوانان د مینې دا ورځ په پوره خوښۍ سره نمانځي.
دپېښور اؤ کابل نه د ډیوه د خبریالانو له مخې په ننۍ ورځ ځائ پځائ په بازارونو اؤ سړکونو سره ګلابونه پلورل کیږي، چې خلک یې په اخستلو کې خوښي لري اؤ دنور کله په پرتله ددې ګلابونو بیعې هم خیژول شوي دي.
په پاکستان کې دوه کاله دمخه اسلام اباد هائیکورټ د ویلنټائن د ورځې په نمانځلو بندیز لګولی ؤ چې دمحکمې په دغه پریکړه مدني فعالانو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ اؤ پوښتننه یې راولاړه کړې وه چې دمینې په ځائ پاکستان کې دکرکو او نفرتونو په خورولو ولې بندیز نه لګول کیږي؟
د ویلنټائن په نوم د مینې د ورځې نمانځل څنګه پیل شول؟
په دې اړوند بیلابیلې خبرې مشهورې دي ، ځینې خلک دې ته د رومیانو رسم وایي اؤ دبیلابیلو دلیلونو له مخې وایي چې ددې رسم نمانځنه شاوخوا ۱۷۰۰ کاله مخکې پیل شوې وه.
د روم خلک ۱۴مه فروري د” یونو دیوي “له امله مقدسه ګڼي،
په روم کې زیاتره خلک په یونو دیوي د ښځو اؤ ودونو،ښادو دپاره مرادونه نیسي
ځینې خلک وایي چې وینلټائن د یو پادري نوم ؤ چې په پټه به یې دخلکو ودونه کول اؤ کله چې د وخت بادشاه ته دا خبره ورسیدله نو هغه ویلنټائن په زندان کې واچولو چې دهغې راپدیخوا ۱۴مه فروري د ویلنټائن د ورځې په نوم مشهوره شوه.
یوه طبقه خلک بیا دې ورځې ته د “رومن سینټ ویلنټائن “سره نسبت ورکوي څوک چې دمذهب نه بدلولو په جرم لمړی زندان ته اچول شوی اؤ بیا په دار خیژول شوی ؤ.
په روایتونو کې راغلي چې د بند په مهال ویلنټائن د بندي خانې دمشر په لور مئین شوی ؤ اؤ په دار له ختلو وړاندې هغه دخپلې مینې په نوم یو لیک پرېښودی ؤ چې ددغه لیک په پائ کې یې دبندي خانې دمشر لور ته لیکلي وؤ “ستا ویلنټائن” اؤ له دې وروسته بیا هر کال په ۱۴مه فرورۍ د ویلنټائن ورځې نمانځل پیل شول.