لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان اسمبلۍ کې غوښتنه شوې د ارمان لوڼي د وژنې د پېښې مقدمه دې درج شي


په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصر الله زيري غوښتنه کړې "چې د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه دې سمدست درج کړی شي او چې کوم خلک په دې پېښه کې ککړ دي هغه دې ونيول شي او د اغېزمنې کورنۍ سره دې خواخوږي او د هغوي مرسته دې وشي".

زيري په اسمبلۍ کې تحريک التوا وړاندې کړی او ويلي يې دي په لورالايي کې پرامنه احتجاجي مظاهره وشوه او د هغې وروسته يو پوليس افسر راغلو او پروفېسر ارمان لوڼي يې د ټوپک په ګوزارونو ووژلو.

نوموړي غونډې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه وويل،

"د پي ټي اېم پينځه غوښتنې چې د ملک درې مهمو مشرانو د عدليې مشر د دوي غوښتنو ته جایزې ويلي، د نن چيف اېګزېکټيو د هغه وخت د تحريک انصاف مشر عمران خان د پي ټي اېم احتجاجي پرلت ته ورغلی هغه د دوي پينځه غوښتنو ته ائيني ويلي ؤ".

هغه وويل د هغه وخت وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي او حتی چې د پوځ مشر د پي ټي اېم غوښتنو ته ائينې ويلې وې.

زيري وويل په دوېمه فرورۍ ارمان لوڼي وژل شوی او تراوسه يې مقدمه نه ده درج شوې او که دغه رنګ مقدمې نه درج کيږي نو غبرګون به يې مخې ته راځي او هغه به داسې وي چې بنګله دېش به درنه هېر شي.

د نوموړي د خبرو په ځواب کې د کورنيو چارو وزير ضیا لانګو وويل، دوي ګوري چې د ارمان لوڼي وژنه څنګه شوې ده؟ هغه وويل د ارمان لوڼي پوسټ مارټم رپوټ لا نه دی راغلی د هغې نه به هر څه په ډاګه شي خو چې څوک د رياست پرضد خبرې کوي پرضد به يې کارروايي کولی شي.

په اسمبلۍ کې د حکومت اتحادي د عوامي نيشنل ګوند غړي اصغر خان اچکزي هم وېنا کړې او ويلي يې دي د ارمان لوڼي د وژنې پېښه غمژنه ده او هغه يې کور ته غمرازۍ ته ورغلی دی.

هغه وويل د هايکورټ د يو جج په مشرۍ دې د دې د پېښې پلټنې وشي.

خو نوموړي د بلوچستان صوبې په تېر حکومت نيوکې کړي چې هغه وخت هم داسې بدې پېښې شوې وې خو د هغو پېښو د مخنيوي دپاره ګامونه نه ؤ پورته کړی شوي او ترانې اورېدل کېدې.

له دغې وروسته نور محمد دومړ چې د بلوچستان عوامي پارټۍ (باپ) غړی دی هغه وويل، د يادې پېښې پلټنې دې وشي خو له دغې پېښې وروسته چې څه شوي د هغې دې هم پلټنې وشي.

د بلوچستان اسمبلۍ غونډه پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ شوې ده.

XS
SM
MD
LG