لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي وليعهد پاکستان ته سفر،اسلام اباد په څه حال دی؟


دسعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان نن پخپل دوه ورځني سفر پاکستان ته په داسې حال کې رسیدلي چې دپاکستان حکومت دهغه دحفاظت دپاره ګرد هیواد په ځانګړي توګه اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

پاکستان ته د شهزاده محمد بن سلمان دسفر په مهال پلازمینه اسلام اباد کې عامه رخصتي اعلان کړل شوې اؤ رسنۍ وایي چې په اسلام اباد اؤ پینډۍ ښارونو کې به د موبائیل فون خدمات هم ځنډول شوي وي.

د شهزاده محمد بن سلمان دهرکلي دپاره ټول اسلام اباد سینګار کړل شوی، دهغه دتیریدلو په لارو ځائ پځائ دهرکلي بینرې لګول شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان به دخپلې کابېنې سره یو ځائ پخپله د سعودي دشهزاده هرکلي له هوايي ډګر ته ورځي.

پاکستان ته د سعودي ولي عهد دا وړومبي سفر دی چې له ولي عهد جوړیدو وروسته یې کوي.

اسلام اباد ته دهغه له رسیدو وړاندې دسعودي دشاهي ډاکټرانو،امنیتي مسولینو اؤ شاهي مامورینو ۲۳۵ کسیزه ډله رسیدلې ده اؤ سعودي نه دهغه د اسانیو دپاره ۸۰ کنټینرونه هم پاکستان ته رسول شوي دي.

دپاکستان حکومت اسلام اباد کې دسعودي دشهزاده ایسارتیا دپاره ځانګړی امنیتي پلان هم تیار کړی دی اؤ ویلي یي دي کله چې دهغه الوتکه دپاکستان حدودو ته دننه شي نو دپاکستان جی ایف ۱۷ جنګي الوتکې به دهغه الوتکه خپله ولکه کې واخلي اؤ په هواي اډه به یې په حفاظت راکوزوي.

پاکستان ته د سعودي ولي عهد خپل دا سفر په داسې مهال کوي چې طالبانو ویلي هغوئ هم سبا(دوشبنه) افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره اسلام اباد کې لیدنې کوي.

دسعودي شهزاده د سفر نه یوه وړځ وړاندې د روئټرز په نوم خبري شبکې دپاکستاني سرچینې له خولې لیکلي وؤ چې هیله ده شهزاده محمد بن سلمان به په اسلام اباد کې دطالب استازو سره هم لیدنه وکړي خو دسعودي عرب یا پاکستان حکومتونو په دې اړوند څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکي وایي اسلام اباد ته د سعودي ولي عهد د سفر په مهال به پاکستان اؤ افغانستان په یو شمیر لوظنامو لاسلیکونه هم وکړي چې دهغې په اساس به دسعودي لخوا پاکستان ته زیاتې ګټې په لاس ورکړل شي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د شنبې په ورځ پخپله یوه مرکه کې ویلي چې دسعودي لخوا پاکستان کې د سرمایه ګزارۍ له امله به دپاکستان اقتصاد پیاوړی شي اؤ د دواړو هیوادونو ترمینځ به د اړیکو یوه نوې رده کېښودل شي.

هغه ویلي پاکستان دسعودي عرب سره اقتصادي اؤ کلتوري لاره جوړؤل غواړي اؤ دپاکستان په ځان دمتکي کیدلو دپاره به په ګوادر کې د سعودي سرمایه ګرازي تر ټولو مهمه و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG