لاس رسیدونکی لینک

 
د غريب پاکستان سېنېټ سعودي شهزاده ته د سرو زروټوپک ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړی
تازه خبر

د غريب پاکستان سېنېټ سعودي شهزاده ته د سرو زروټوپک ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړی


د پاکستان په سفر کې د سعودي عرب شهزاده ولي عهدمحمد بن سلمان ته د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي سره د سرو زور ټوپک او د هغه يو جوړ عکس ډالۍ کړی دی.

محمد بن سلمان د پاکستان د دوه ورځني سفر وروسته پرون د ګل، دوشنبې په ورځ بيرته ستون شوی دی.
جاوېد احمد مير په ټويټر ويلي،

"شهزاده نشان امتياز ورکړی شوی او هغه عزت دی خو ټوپک د څه مقصد دپاره او دا د څه استازيتوب کوي".

مريانه بابر پشتین په ټويټر ويلي،

"ټوپک ولې؟ د سرو زرو ټوپک ولې؟ د پاکستان په استازيتوب کوم بل څيز ورکړی شوی وی".

تېره میاشت د سعودي په سفر کې د سعووي عرب باچا د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته هم د سرو زرو کلاشنکوف ورکړی ؤ، او په ټولنیزو رسنيو په هغې هم نیوکې شوې وې.

وينګاس په ټويټر ليکلي ؤ،

"قلم نا، عکس نا، يواځې ټوپک، دا د غېر جمهوري سوچ کار دی".

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرانه ويلي په پاکستان کې د سعودي عرب پانګونه په نړيواله ټولنه کې د باور څرګندونه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د سعودي عرب د ولي عهد د پاکستان په سفر کې د ۲۱ اربه ډالرو د پانګونو لاسليکونه شوي دي.

د ولي عهد په توګه د محمد بن سلمان د پاکستان دا لومړی سفر ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG