لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې یوه ښځه خپل ماما د «غیرت» په نامه په ډزو وژلې ده


فایل فوټو.
فایل فوټو.

کوټه ــــ د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوه کس خپله خورزه په ډزو وژلې ده. پوليس وايي پېښه د کوټې ښار په سریاب سیمه کې شوې ده. د پوليسو په وینا دغه ښځه د غېرت په نامه وژل شوې ده.

د ملزم پيژندګلوي د جهانګير په نوم شوې ده، چې د وژل شوې ښځې ماما دی. وروسته پوليسو مقدمه درج کړې او د ملزم لټون یې پيل کړی دی خو تر دې دمه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د کوټې ښار د سنډېمن روغتون د پولیسو سرجن ډاکټره عایشه فیض وایي، په روانه اوونۍ کې دا د تشدد درېیمه پېښه ده چې په بلوچستان کې تر سره کېږي.

ډاکټره عایشه وایي د فروري پر 22مه له کچلاغ سیمې د یوې ښځې مړی ورته راوړل شو چې پر بدن یې د دوو ګولیو نخښې وې.

وایي د فروري پر 20مه هم له کوټې ښار څخه د 12 یا 13 کلنې نجلۍ مړی تر لاسه شو، چې له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري اداره «عورت فاونډېشن» وايي په بلوچستان کې پر ښځو د تشدد پېښې ډېرې زیاتې دي.

په بلوچستان کې د مدني ټولنې فعاله زرغونه ایډوکېټ وایي، په صوبه کې پر ښځو د تشدد پېښې ډېرې زیاتې دي خو وایي اکثر یې پټې پاته کېږي او خلک یې د «شرم» له کبله نه رپوټ کوي:

"د غیرت په نامه وژنې بېخي زیاتې دي خصوصاً د بلوڅانو په سیمو کې، وجه یې دا ده چې بې تعلیمه خلک وي او پخپلو حقوقو نه پوهېږي، هغوی غیرت دې ته وایي چې ښځې د خپلې خوښې کار وکړي دوی یې و وژني".

د عورت فاونډېشن د رپوټ له مخې په 2021 کال په ټول بلوچستان کې هره ورځ يوه ښځه وژل کېږي او يا هم ځورول کېږي. په بلوچستان کې په تېرو 12 میاشتو کې د تشدد 129 پېښې ثبت شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG