لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیا فکر کوي چې له داعش سره ملګري شوي برتانویان له شامه ور ستانه کړي که نه


واشنګټن ــــ په برتانیا او نورو اروپایي هېوادونو کې دې بحث زور اخیستی چې آیا له داعش ډلې سره پاتې شوي ځوانان خصوصاً ښځې بیرته خپلو هېوادونو ته ور ستنې کړل شي که نه، په یوه سروې کې اکثرو برتانویانو ویلي چې دوی باید ور ستنې نه شي ځکه چې وایي دا به یې هېواد ته خطر ولري.

په برتانیا کې زېږېدلې صومعه وکیل لا شپاړس کلنه وه چې په پټه شام ته روانه شوه، هغه د بلغاریا او ترکي له لارې په شام کې له داعش ډلې سره ملګرې شوه. هغه اوس له داعش ازاده شوې ده خو لا هم په شام کې ده. کورنۍ یې وایي برتانوي چارواکي باید هغه زر تر زره د نورو ځوانو برتانویانو غوندې- چې له داعش سره ملګري شوي وو- هېواد ته ستنه کړي.

د مېرمن صومعې او له داعش سره د نورو پاته شویو ځوانانو کورنۍ وایي، اولادونه یې د داعش ډلې ګومارونکو تېرایستلي وو، ځکه چې وایي دوی لا ډېر تنکي ځوانان وو او په دې نه پوهېدل چې ولې په شام کې له داعش سره یو ځای شول.

له داعش ډلې سره د پاته شویو بهرنیو ځوانانو خصوصاً د ښځو موضوع- چې د صومعې غوندې په کم عمرۍ کې د کورنۍ له اجازې پرته داعش ته ورغله- په برتانیا او نورو یورپي هېوادونو کې اخلاقي، سیاسي او قانوني بحث را پارولی، چې آیا دوی بیرته له شامه خپلو اصلي هېوادونو ته ولېږل شي که نه.

اکثرو برتانویانو په یوه سروې کې نظر ورکړی او ویلي یې دي دوی فکر نه کوي چې له داعش سره پاته شوي ځوانان د بیرته ور ستنېدو حق ولري.

په برتانیا کې دا بحث تېره اوونۍ وروسته له هغه را پورته شو چې یوې خبریالې انتوني لویډ د شام په شمال ختیځه سیمه کې د کردانو تر ولکه لاندې مهاجر کېمپ کې یوه نولس کلنه برتانوۍ مېرمن وموندله چې مېندواره وه.

شمیمه بېګم چې د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ یې درېیم ماشوم و زېږېد په 2015م کال کې د خپل سکول له دوو نورو ملګرو سره هغه وخت له داعش ډلې سره ملګرې شوه چې لا پینځلس کلنه وه او دوی درېواړه د ختیځ لندن اوسېدونکي وو.

په دوی کې یوه نجلۍ په 2016م کال کې په یوه بمبارۍ کې و وژل شوه، دویمه امیره عباسي لا تر اوسه له داعش ډلې سره ده. بېګم وایي دوه پخواني ماشومان یې له خوارځواکۍ او ناروغۍ مړه شوه او اوس غواړي برتانیې ته ستنه شي، ځکه چې وایي د خپل درېیم ماشوم روغتیا ته اندېښمنه ده.

رپوټونه وایي لږ تر لږه 900 برتانویانو- چې 145 ښځې او 50 کوچنیان هم پکې شامل وو- له داعش ډلې سره یو ځای شوي وو، خو له داعش ډلې سره د یورپ د ټولو هېوادونو د یو ځای شویو کسانو شمېر 5000 تنه دی، مګر ځینې څېړونکي یې شمېر تر دې هم زیات بولي.

برتانیا د نورو یورپي هېوادونو غوندې له داعش ډلې سره د خپلو یو ځای شویو جنګیالیو، د داعشي ښځو او د هغوی د ماشومانو ور ستنولو ته زړه نا زړه دی. ډېر لږ شمېر تر اوسه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي او په سلګونو لا هم د خپلو سیاسي او قانوني چارو د حل په تمه دي ځکه چې هېوادونو یې ور ستنولو ته لېواله نه دي او هغوی یې خپل امنیت ته خطر ګڼي.

امریکایي چارواکي له شاوخوا یوه کال راهیسې پر یورپي هېوادونو ټینګار کوي چې له داعش سره پاته شوي خپل دغه وګړي بیرته ور ستانه کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، که نه وي وایي دوی به د مهاجرو له کېمپونو وتښتي او د یو لوی خطر سبب به شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG