لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوزف ووټل: امریکا د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې هر ډول ملاتړ کوي


د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملي امنیت د شورا له مشر حمد الله محب سره په کابل کې ملاقات وکړ.

په دې ناسته کې چې تیره ورځ په ارګ کې ترسره شوه د سولې په پروسې ،د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړتیا او د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې شوې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې جنرال جوزف ووټل ویلي اوسني کاري دوره یې پای ته رسیدلې او پرځای به یې یو داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي.

د افغان چارواکو په وینا جنرال جوزف ووټل له ولسمشر اشرف غني سره د ملاقات پرمهال ویلي، امریکا متحده ایالت به له افغانستان سره ستراتيژیکه ملګرتیا ته دوام ورکوي او له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه به جاري ساتي.

محمد اشرف غني له جنرل جوزف ووټل سره د دې ناستې پرمهال له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو له مرستو مننه وکړه او وې ویل چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونه پیاوړې شوي دي.

اشرف غني ویلي د افغانستان ۴۰ کلن بحران به پای ته رسیږي او په دې هیواد کې به تل پاتې سوله راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG