د پاکستان د پنجاب صوبې حکومت په بهاولپور سیمه کې هغه مدرسه او جومات په انتظامي ولقه کې اخيستي په کومو چې هند تور لګوي دا د جېش محمد ډلې مرکز دی.
جېش محمد ډلې د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي ځواکونو د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه، په ياد بريد کې د ۴۰ نه زيات د هندي ځواک سرتيري وژل شوي وو.
د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي د ترهګرۍ پرضد قامي تګلارې لاندې د پنجاب په جنوبي ضلع بهاولپور کې دغه ګام پورته کړی شوی دی.
د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي، د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ترهګرۍ پرضد جوړه قامي تګلاره به په بشپړ ډول عملي کولی شي.
هغه ویلي په دغه لړ کې ځينې احکامات پرون او ځينې نن ورکړی شوي او د پنجاب حکومت په بهاولپور کې د يوې مدرسي انتظامي واک په خپله ولقه کې اخيستی دی.
نوموړي ويلي "دا هغه مدرسه ده چې هند يې په اړوند پروپېګنډا کوي چې د جېش محمد مرکز دی" او دلته نزدې ۷۰۰ زده کوونکي په زکات او چندو باندې سبقونه وايي.
چودري زياته کړې د کشمير د بريد سره د دې هيڅ تړاؤ نشته.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، د پنجاب حکومت د مدرسه الصابر او جامع مسجد سبحان الله انتظامي واک سمبال کړی دی په کومو کې چې ۶۰۰ زده کوونکي او ۷۰ استازان دي.
د زیارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې د حافظ سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن ډلې لاقانونه ګرځولي دي.
پاکستان تازه ګامونه په داسې حال کې اخيستي چې هند د پلوامه د بريد تور په پاکستان لګولی او ويلي يې ؤ بريد کوونکو ته د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي ملاتړ ترلاسه ؤ.
پاکستان د پلوامه په بريد کې د ککړتيا تورونه رد کړي او د هند څخه يې د بريد په تړاؤ ثبوت غوښتی ؤ.