لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:هند دې دپاکستان دځېر کولو پام له ذهن وباسي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي په غلیم ګاونډي هیواد هندوستان غږ کړی چې دپاکستان دځېر کولو یا په فشار کې د راوستلو پام له خپل ذهن څخه وباسي.

داتوار په ورځ اسلام اباد کې رسنیو ته دبهرنیو چارو وزیر ویلي “پاکستان یو امنناکه هیواد دی خو ډاګیز پیغام ورکول غواړم چې هند جنګي جنون پیدا کولو غواړي،اؤ له دې څخه دې په سمدستي ډول لاس واخلي”

د پاکستان او هند اړیکې د فرورۍ په ۱۴م د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي ځواکونو دهاغه ځانمرګي بريد وروسته تاؤژنې شوي دي چې پکې ۴۹ هندي سرتیري وژل شوي وؤ.

ددغه برید پړه دپاکستان په حمایت تورنې تندره ډلې جېش محمد پغاړه اخستې اؤ هند یې مسولیت دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ور اړولی دی.

دهند وزیراعظم نریندرا مودي د وړاندې نه ګواښ کړی چې د پلوامه په برید به غلی نه پاتې کیږي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل” زمونږ قام اوس خپلو کې یو موټی دی،دپاکستان پوځونه،سیاسي مشرتابه،سیاسي ګوندونه اؤ بچی بچی دکشمیریانو په پلوۍ ولاړ دی،هند دې په کږه د سترګو پورته کولو جرائت هیڅکله ونکړي”

تر دې وړاندې دشاه محمود قریشي په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه کې د هند د واک لاندې کشمیر کې دتاوژن وضعیت جاج اخستل شوی اؤ دبهرنیو چارو ویر دپخوانیو خارجه سکترانو اؤ سفیرانو سره مهمې صلاح مشورې کړې دي.

شاه محمود قریشي ویلي چې پخوانیو خارجه سکترانو اؤ سفیرانو سره یې لیدنه سودمنده وه اؤ په راتلونکي کې به نورې هم دمشورو دغسې غونډو ته دوام ورکړي.

دپلوامه دځانمرګي برید نه وروسته دهند وزیراعظم نریندر مودي دځوابي ګام دپاره دخپل هیواد پوځ ته بشپړ واک ورکړی اؤ دپاکستان دولت هم ورته اقدام کړی دی.

دامریکې صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ تیره ورځ دهند اؤ پاکستان ترمینځ تاؤ تریخوالی خطرناک بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې” امریکا غواړي د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تريخوالی کم وي او د هغه د انتظاميه د دواړو هېوادونو سره په تماس کې ده”

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG