واشنګټن: د خیبر پښتونخوا په بلاکوټ کې د هند د هوايي ځواک لخوا د نهې یا سې شنبې په سهار د ترسره شوي برید وروسته په هند کې جشنونه او خوشحالۍ شوې خو په پاکستان کې بیا لاریونونه شوي دي.
د فرانسې خبري رسنۍ یا اې اف پي لیکلي، د هندوستان بهارتیا جناتا پارټۍ فعالانو د فیبرورۍ په ۲۶ نېټه د یوې جنګې الوتکې د موډل مخې ته د هندوستان ملي بیرغونه ورپول او د جیش محمد په نامه د ترهګرۍ پاکستانۍ ډلې په مرکزونو یې د هند د هوايي ځواک د بریدونو هرکلی وکړ.
د هند جنګي الوتکې د فیبرورۍ په ۲۶ نېټه د پاکستان له فضايي حدودو څخه تېرې او د خیبر پښتونخوا په بلاکوټ کې یې د جیش محمد په مرکزونو باندې ستر بمونه وغورځول چې په کې د هندي چارواکو په وینا په ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي او د هغوی مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی.
اسلام اباد دغه ادعاوې ردوي چې ګواکې په دغو بریدونو کې د ترهګرو مرکز ویجاړ شوی او یا هم پکې کومه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
بل پلو په همدې ورځ یعنې د فیبرورۍ په ۲۶ نېټه د هندي جنګي چورلکو تر برید وروسته په پېښور کې لاریون کونکو د هندوستان بیرغونه وسوځول.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړه وروسته له هاغې توده شوه کله چې په هندي کشمیر کې د هغه برید پړه پاکستانۍ ترهګرۍ ډلې جېش محمد په غاړه واخېسته په کوم کې چې ۴۰ هندي سرتیري وژل شوي وو.
هند په پاکستان تور لګوي چې د یادې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي خو پاکستان دغه ادعاوې نه مني.