لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي د امنيت د جاج اخیستو دپاره غونډه بللې


د پاکستان لخوا د هندي جنګي الوتکو د ادعا وروسته د هند وزیراعظم نريندرا مودي د امنيتي وضعې د جاج اخيستو په موخه غونډه بللې ده.

د هندي رسنيو ترمخه مودي يوې دستورې ته خپله وېنا لنډه کړې او د امنيتي وضعې د جاج اخيستو غونډې ته تللی دی.

پاکستان نن د شورو، چهارشنبې په ورځ ادعا کړې چې د هند جنګي الوتکو د مظفر اباد سره د لاين اف کنټرول سرغړونه کړې او بيا پاکستان دوه هندي الوتکې رانسکورې کړې دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د هندي الوتکو رانسکورولو په اړوند خبريالانو ته احوال تېر کړی او ويلي يې دي دوه هندي پايلټان يې هم نيولي دي.

د هند د پرېس ټرسټ ترمخه د هند د کورنيو چارو وزير رجنات سينګ يوه لوړ پوړې غونډه بللې، د ملي امنيت سلاکار، د استخباراتي ادارې (را) مشر، د کورنیو چارو سېکتر او نور چارواکي پکې ګډون کوي.

د خبري ادارې ترمخه د شورو په سهار په لاين اف کنټرول د پاکستان پوځ د پولې د پورې غاړې نه ګوله باري کړې ده.

د راپورونو ترمخه هند پينځه هوايي اډې هم تړلې دي.

ويل شوي د هندي کشمير په بډګام ضلع کې د هندي هوايي ځواک د الوتکې غورځېدو وروسته هوايي اډې تړل شوي چې پکې د سرينګر، جمو او ليهه هوايي اډې شاملې دي.

د چندي ګړ او امرتسر د هوايي آډو تړلو هم ويل شوي دي.

هند پرون د نهې، سه شنبې په ورځ ادعا کړې د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ کې يې د جېش محمد په مرکز هوايي بريد کړی او په سلګونو ترهګر يې وژلي دي.

پاکستان دغه ادعا کړې چې په بريد کې څوک وژل شوي خو ويلي يې په وخت او موقع به د هند يرغل ته ځواب اووايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG