واشنګټن ډي سي: د فرانسې خبري رسنۍ (اې اف پي) وايي، هغه انځورونه چې د غورځېدلې هندي الوتکې په اړه په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي هغه نوي نه دي بلکه د پخوانیو پېښو دي.
دغه غلط انځورونه په فیسبوک، ټوېټر، یوټیوب او حتی د ځینو نورو خبري رسنیو پر پاڼو باندې څو ساعته وروسته له هاغې خپاره شول کله چې د پاکستان د پوځ ویاند د یوې هندۍ جنګي جټ الوتکې د غورځېدو خبر ورکړ.
خو د اې اف پي د حقیقت موندنې په دغه راپور کې چې د فیبرورۍ په ۲۷ نېټه خپور شوی راغلي دي، چې له دغو خپاره شويو انځورونو څخه، یو په ۲۰۱۶ کال کې د راجستان د پېښې او بل په ۲۰۱۵ کال کې د ادیشا د پېښې دي.
د پاکستاني خبریال وجاهت کاظمي د فیبروۍ د ۲۷ نېټې په ټویټ کې چې له ۷۰۰ څخه د زیاتو کسانو لخوا شیر شوی دغه ډول درې غلط انځورونه لري چې په دوو کې یې یوه الوتکه ښکاري چې لوګۍ ترې پورته کېږي او په بل کې یو سوځېدلی انسان لیدل کېږي.
د کاظمي د ټوېټر اکاونټ تر څلورو لکو زیات مینوال یا فالورز لری او دی ځان د ډان د ورځپاڼې او د سما تلویزیون پخوانی خبریال بولي.
د هغه په ټویټ کې له انځورونو سره لیکل شوي:
(د پاکستان هوايي ځواک د هند د هوايي ځواک دوه جټ الوتکې په بدګام کې غورځولي دي. د هند یو پیلوټ وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی دی. نور بریدونه به هم وشي او داسې نه ښکاري چې روانه لانجه دې ډېر ژر پای ته ورسېږي.)
د سوځېدلې الوتکې همدا انځورونه پر فیسبوک هم خپاره شوي دي او حتی د خبري رسنیو په راپورونو کې هم کارول شوي دي.
د یوټیوب په یو شمېر ویډیوګانو هم دغه انځورونه راغلي دي چې تر ۴۰۰۰ زیاتو کسانو تر اوسه پورې لیدلي هم دي.
د هغې جټ الوتکې انځور چې په لکۍ باندې یې ((TU657 لیکل شوي دا د اې اف پي هغه انځور دی کله چې یې د ۲۰۱۶ کال د اګست په لومړۍ نېټه اخیستی و.
د اې اف پي ددغه انځور لاندې لیکلي شوي، چې چارواکي د هندوستان د مېګ ۲۷ ډوله الوتکې پاتې شونو ته راټول شوي کومه چې د هند د لویدیځ ښار راجستان ایالت په جایپور کې د استوګنې له یو کور سره جنګېدلې ده.
د هندوستان خبري رسنیو هم په جایپور کې له دغې پېښې څخه راپورونه خپاره کړي وو او هغه مهال د اې اف پي همدا انځورونه د هندوستان په ټریبیون او ان ډي ټي وي کې هم کارول شوي وو.
همدارنګه د هغې الوتکې انځور چې په لکۍ باندې یې (A3492) لیکل شوي هغه په ۲۰۱۵ کال کې د ادیشا له پېښې څخه اخېستل شوي و.
همدا انځور د ۲۰۱۵ کال د جون د میاشتې په دریمه نېټه په د هندو ورځپاڼې او انډین اکسپرس کې هم چاپ شوی.