لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ دا ردوي چې د شمالي کوریا له بې وسلې کېدو څخه په شا شوی


واشنګټن ډي سي: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شمالی کوریا له رهبر کېم جان اون سره د دوهمې سرمشریزې لپاره د روغبړ کولو پر وخت دا رد کړه چې ګواکې دی د شمالي کوریا د بې اټومي وسلې کېدو په برخه کې له خپلې ژمنې څخه په شا شوی دی.

کله چې له ټرمپ څخه د یو خبریال لخوا وپوښتل شول چې ایا دی به په رسمي توګه له کوریا سره د جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړي هغه جګړه چې په ۱۹۵۳ کال کې درېدلې وه، هغه په ځواب کې وویل، چې مونږ به وګورو چې څه وکړو.

د شمالي کوریا رهبر د شپې له ډوډوۍ مخکې د هنویې په مټروپول هوټل کې د یوې لنډې لیدنې لپاره یوې کوټې ته ننوتل چې یواځې د هغوي ژباړونکي ورسره وو.

یوه وړه ډله د خبریالانو چې په یادې کوټه کې ددغو خبرو د پرانستې په مراسمو کې وو وویل، چې کېم له دې امله د ټرمپ ستاینه وکړه چې دوی په خپلو کې د خبرو لپاره په بهادرۍ سره پرېکړه کوي.

د دواړو مشرانو ترمنځ لومړی ځل خبرې تېر کال په سینګاپور کې پیل شوې وې.

په دغو خبرو کې همدارنګه ټرمپ کېم ته وویل:

(مونږ زیات پرمختګ کړی او زه فکر کوم تر ټولو ستر پرمختګ زمونږ اړیکې وې چې ډېرې ښې دي.)

ټرمپ په ویتنام کې خبریالانو ته دا هم ویلي چې شمالي کوریا له حده زیاتې اقتصادي وړتیاوې لري.

له ټرمپ د شپنۍ په ډوډۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د سپینې ماڼۍ سرپرست لوی درستیز مایک ملونیو هم ملګري وو.

همدارنګه له کېم سره د ډوډۍ په مېز باندې په اټومي برخه کې د شمالي کوریا تر ټولو ستر مذاکره کونکی کېم یانګ چول او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ري یانګ هو هم ملګري وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG