لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پلوامه په بريد کې د جېش محمد د ککړتيا په اړوند د هند اسناد پاکستان ته رسېدلې دي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د هند لخوا د پلوامه بريد په اړوند اسناد (ډوزيئر) ورته ترلاسه شوي او د بهرنيو چارو وزارت به يې جاج واخلي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت پرون د زیارت په ورځ ویلي ؤ د پلوامه په بريد کې د جېش محمد د ککړتيا په اړوند پاکستان ته اسناد ورکړي دي.

د هندي کشمير په پلوامه کې په ۱۴م فرورۍ يو ځانمرګی برید شوی او د هند د ۴۴ نه زیات سرتېري پکې وژل شوي وو.

د ځانمرګي بريد زمه واري جېش محمد ډلې منلې او هند يې تور د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره لګولی چې جېش محمد ته يې په بريد کې ملاتړ ترلاسه ؤ.

پاکستان دغه تورونه رد کړي او د هند نه يې ثبوتونه غوښتي وو.

د نهې سه شنبې په ورځ بيا هند ادعا کړې د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ کې يې د جېش محمد مرکز فضايي ځواک په نخښه کړی او په سوؤنو ترهګر، روزونکي او د دوي مشران يې وژلي دي. پاکستان دغه تورونه هم رد کړي وو.

پرون د شورو، چارشنبې په ورځ پاکستان او هند دواړو ادعا کړې چې د يو بل جنګي الوتکې يې رانسکورې کړي دي، پاکستان ويلي الوتکه یې نه ده غورځول شوې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت پرون ویلي په هند کې د پاکستان موجود هايي کمشنر ته يې د دغه هېواد د هوايي ځواک د پولې په سرغړونه او د هند د پوځي پوستو په نخښه کولو احتجاج کړی دی.

د وزارت د بيان ترمخه پاکستاني چارواکي ته يې د پلوامه په ترهګرپه بريد کې د جېش محمد د ککړتيا او په پاکستان کې د جېش محمد د ترهګر کېمپ او مشرتابه په اړوند اسناد ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند محمد فېصل نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ ويلي په هندي اسنادو کې د قانوني شواهدو جاج اخلي او که د هغې په ترڅ کې د کوم ګام پورته کولو ثبوت ؤ دوي به يې پرضد ګام واخلي.

خبرې غونډې ته په وېنا کې نوموړي وويل وزیراعظم عمران خان په دغه اړوند په ډاګه اعلان کړی ؤ، او پاکستان خبرو ته تيار دی او د ترهګرۍ نه علاوه په نورو موضوعاتو دې هم خبرې وشي.

هغه وويل د هندي پايلټ په اړوند د پاکستان دريځ په ډاګه دی هغه محفوظ دی او په اړوند به يې په دوه ورځو کې پرېکړه وکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG