لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو نومیالي لیکوال او فوکلوریسټ پروفیسر سیال کاکړ له نړۍ سترګې پټې کړې


واشنګټن ــــ د پښتو ژبې نومیالي لیکوال، څېړونکي، شاعر او فوکلوریسټ پروفیسر ولي محمد خان «سیال کاکړ» تر څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د 87 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

سیال کاکړ ابتدایي تعلیم پخپل کلي او پښین سیمه کې کړی وو او وروسته د نور تعلیم لپاره کوټې، پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللی وو او هغه په پښتو، فارسي او اردو ادبیاتو کې درې ماسټرۍ کړې وې.

سیال کاکړ په 1964م کال کې په کالج کې د لیکچرر په توګه کار پیل کړی وو او بیا په بلوچستان پوهنتون کې په دنده ګومارل شوی او هلته چې د پښتو ادبیاتو څانګه د ده په زیار جوړه شوه ده پکې استادي کوله او په 2000م کال کې ریټایر شو.

لیکوال او په کالج کې د پښتو ژبې استاد ډاکټر صادق وایي سیال کاکړ چې له لومړۍ ځوانۍ رانيولې بيا د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې پښتو ژبې، ادب، فوکلور او تاريخ ته کومې پيرزوينې کړې دي هغه نه هېرېدونکې دي:

"تر 50 زيات چاپ او ناچاپ اثار لري، په ځانګړي ډول پښتو تذکره «پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا کې» دوه ټوکه او د فوکلور په برخه کې له کاکړۍ غاړو راونيسې بيا تر وروستي کتاب «پښتو ټپه» پورې چې اوس په پریس کې پروت دی، هغه به ډېر ژر موږ ترلاسه کړو او د ده د غمرازۍ په غونډه کې به يې وويشو".

سیال کاکړ په له شل کلنۍ وروسته لومړی شاعري پیل کړه او وروسته یې د نثر خواته هم توجه وکړه او د پښتو فوکلور یا ولسي ادب په برخه کې یې زیات کارونه کړي او د پښتنو په سیمو کې ګرځېدلی او د ولس له خولو یې خواره واره ادبیات را ټول کړي دي.

سیال کاکړ له پښتو سره سره په اردو، انګرېزي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو هم خبرې کولای شوې او د پښتو په ګډون یې په فارسي ژبه هم کتابونه لیکلي او چاپ شوي دي.

سیال کاکړ تر څلوېښتو زیات کتابونه لیکلي وو، چې زیات یې چاپ شوي او خو ځینې کتابونه یې ناچاپ دي. په دغو کتابونو کې اکثر یې د ولسي ادب د بېلابېلو اصنافو لکه غاړو، متلونو، انګیو (چیغیانو) او نکلونو په اړه دي.

ليکوال او څېړونکی ډاکټر عبدالروف رفيقي وایي سیال کاکړ لومړی هغه لیکوال وو چې په «جنوبي پښتونخوا» کې یې د پښتو ولسي ادبیاتو په را غونډولو پیل وکړ او په دې برخه کې یې بېساري خدمتونه وکړل:

"سیال کاکړزموږ د څو مخکینیو علماوو وروستی سړی وو، ده ته دا خوش قسمتي حاصله وه چې د پښتو له څو ستورو علامه عبدالحی حبيبي، عبدالروف بېنوا، صدیق الله ریښتين، ګل باچا الفت او عبدالشکور رشاد سره یې ليدنې کتنې او ناستې شوې وې او له دوی څخه براه راست د مستفيد کېدو موقع ده ته رسېدلې وه".

پروفیسر سیال کاکړ ته پر خپلو کتابونو د بلوچستان د صوبایي حکومت له خوا ایوارډونه هم ورکړل شوي وو، خو په 2017م کال کې د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني هغه ته د سید جمال الدین افغان په نوم «دولتي مډال» ورکړ.

سیال کاکړ په 1935م کال کې د پښین د سرانانو سیمې په «شاګۍ» کلي کې زېږېدلی وو او د جون پر 18مه پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د سیال کاکړ د چاپ آثارو نومونه دا دي:

د فوکلور په اړه:

1.«غاړې»، څېړنه 2.«پښتني افكار» کیسۍ، 3.«سپېڅلي ګايونه» متلونه 4.«چيغيان» د ښځو منظوم فریادونه 5.«پښتني فولکلور»، 6.«کاکړۍ»، 7.«ملي ادب» متلونه 8.«مزارات» د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سیمو مزارونه 9.«پښتني نومونه»، 10.«فولکلوري طب»، 11.«فولكلوري سوغات» د اتڼ نارې 12.«فولكلوري سندرې»، 13.«پښتو نكلونه»، 14.«فولكلوري جواهر» د ښادۍ بدلې، 15.«د كوشنيانو ادب»، 16.«د كوشنيانو ژبه»، 17.«انګۍ» د پښتني فوكلور يو پخوانی منظوم صنف، 18.«پخوانۍ غاړې» ازادې غاړې.

شعري ټولګې:

19.«ګراني ملغلري»، 20.«پښتني جام»، 21.«ملي دردونه»، 22.«غورځنګ»، 23.«سنګر»، 24.«غوره انځور».

ژبه او جرنلزم:

25.«ترینو» د پښتو د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه، 26.«کاکړي» د کاکړو د لهجې په اړه څېړنه، 27.«د کسې د لمنې پښتو ژورنالیزم» څېړنه 28.«پښتو مترادفات».

ادبي څېړنې او تنقید:

29.«ادبي څېرې» د شاعرانو او لیکوالو انځوریزه تذکره 30.«د کسې د لمنې پښتانه ليکوال» دوه ټوکه ادبي تذكره 31.«پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې» دوه ټوکه تاریخي څېړنه، 32.«منظومه تذكره»، 33.«ادبي انځور» مقالې 34.«نثري انځور» مقالې، 35.«زرين انځور» مقالې

فارسي کتابونه: 36.«گنجينه ادب» مقالې، 37.«خزينه دانش» مقالې.

ـــــــــــــ

د دې رپوټ په جوړېدو کې د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني همکاري هم شامله ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG