لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون نه کوي، شاه محمود قرېشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، پاکستان د هند د ګډون له امله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او ايي سي) په غونډه کې ګډون نه کوي.

نوموړي پرون ويلي ؤ که د هند د بهرنیو چارو وزيره سشما سوراج د او ايي سي په غونډه کې ګډون کوي نو پاکستان به په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د جمعې په ورځ د متحده عرب اماراتو په کوربه توب پېل کيږي.

دا د او ايي سي ۴۶ غونډه ده او په ايجنډا کې يې د فلسطين او عرب اسرايل په شخړه د بحث سره د منځني ختيځ د سولې په بهير خبرې اترې کول دي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج ته په دغه غونډه کې د خصوصي مېلمه په توګه بلنه ورکړی شوې وه او سوراج په غونډه کې د ګډون دپاره ابوظهبي ته رسېدلې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي سوراج به د او ايي سي غونډې ته وېنا کوي.

شاه محمود قرېشي نن د جمعې په ورځ د پارلیمان شريکې غونډې ته په وېنا کې وويل، متحده عرب اماراتو ته يې خط ليکلی چې د هند ته د او ايي سي په غونډه کې ورکړی شوې بلنه واپس واخلي.

هغه وويل په ځواب کې ورته ویل شوي چې دا بلنه د پلوامه د پېښې نه مخکې ورکړی شوې وه.

شاه محمود قرېشي وويل پاکستان اوس په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

په پارلیمان کې د مخالفه ډلو مشر شهبازشريف د حکومت د او ايي سي په غونډه کې د ګډون نه کولو د پرېکړې تاييد وکړو.

خو د پاکستان پيپلز ګوند مشر پخواني صدر اصف علي زرداري وويل پاکستان د او ايي سي باني غړی دی بايد پاکستان په دې غونډه کې ګډون کړی وی.

Recommended

XS
SM
MD
LG