لاس رسیدونکی لینک

 
د هندي پايلټ خوشي کولو پرضد شوی خواست عدالت رد کړی
تازه خبر

د هندي پايلټ خوشي کولو پرضد شوی خواست عدالت رد کړی


اسلام اباد هايکورټ ته خواست شوی ؤ چې پايلټ ابي نندن دې هند ته د ورکولو څخه ودرول شي او پرضد دې يې مقدمه وشي.

خو د ځايي ميډيا ترمخه د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله دغه خواست رد کړی دی.

عدالت ويلي وزیراعظم په پارلیمان کې د هندي پايلټ د خوشي کولو اعلان کړی او چې پارليمان د وزيراعظم سره موافق دی بيا دا بحث ته اړتيا نه لري.

نوموړي جج د کال ۲۰۱۴م د سپريم کورټ د فېصلې حواله ورکړې چې په بهرنيو چارو کې عدالت ته لاس وهنه پکار نه ده. او عدالت بیا دغه خواست رد کړی دی.

د بېرسټر شعېب رزاق لخوا عدالت ته د هندي پايلټ د خوشي کېدو پرضد خواست کې وزیراعظم، د بهرنيو او دفاع وزارتونه فريق جوړ کړی شوي وو.

پاکستان د شورو، چهارشنبې په ورځ د هند د دوه جنګي الوتکو رانسکورولو او یو پايلټ د نيولو ادعا کړې او پايلټ يې بيا په رسنيو هم ښکاره کړی ؤ.

پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ وزيراعظم عمران خان د پارلیمان شريکې غونډې ته په وېنا کې د هندي پايلټ نن د جمعې په ورځ د خوشي کولو اعلان کړی ؤ.

د پاکستان ځايي میډيا وايي هندي پایلټ به نن درې بجې د واهګه په پوله هندي چارواکو ته وسپارل شي خو د حکومت لخوا په رسمي ډول وخت نه دی ښودل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG