لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندو لږکيو پرضد د کرکې په وېنا د پنجاب د وزير سخته غندنه شوې


د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجاب صويي د حکومت د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان په سوشل ميډيا يوه ويډیو خپره شوې چې پکې هغه د هندو لږکيو پرضد د کرکې وېنا کوي.

نوموړی یوې دستورې ته په وېنا کې وايي ​ د" غوا متيازې څښونکومونږ مسلمانان يُو" او که تاسو زمونږ نه ډېر يئ خو کوم څیز چې زمونږ سره دی هغه تاسو نه شئ ساتلی "د بوتانو عبادت کوونکو".

د چوهان دا بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې امریکې پاکستان د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په اړوند د ځانګړې اندېښنې نوملړ ته اچولی دی.

په سوشل ميډيا د فياض الحسن دغې وېنا ته سخت غبرګون ويل شوی او غندنه يې شوې ده.

په سيند صوبه کې مدني فعال کپيل دېو د پنجاب د وزير اطلاعات د وېنا ويډیو خپره کړې او ورسره يې ليکلي،

"د پاکستان سره د مينې په بدل کې د پنجاب صوبې د پي ټي ايي وزیر فياض چوهان مونږ ته په ځواب کې ناوړه توري کاروي او وايي چې (د غوا متيازې څښونکو) او د (بت عبادت کوونکو)، خو دا احساس نه لري چې په پاکستان کې څلور ملينه هندوان اوسيږي. تر دې چې په پي ټي ايي کې د اسمبلۍ ممبران دي".

د پيپلز ګوند د پارلیمان غړې شېرې رحمان د فياض چوهان د وېنا غندنه کړې ده.

په سوشل ميډيا د سختو نيوکو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتي وزیرانو هم د چوهان د وېنا پرضد خپل غبرګون څرګند کړی دی.

د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري ويلي، "دا د غندنې وړ ده او څوک هم دا حق نه لري چې د بل په مذهب حمله وکړي. زمونږ هندي وګړو د دې ملک دپاره قربانۍ ورکړي دي".

دغه ډول د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځينې نورو مشرانو هم خپل غبرګون څرګند کړی دی.

امریکې تېر کال د دسمبر په مياشت کې پاکستان د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونې په اړوند د ځانګړې اندېښنې نوملړ ته اچولی خو د دې باوجود دې هېواد ته د احتمالي اقتصادي بندیزونو څخه استثنا ورکړی شوې وه.

د امریکې خارجه وزارت د مذهبي ازادۍ د نړیوالې مادې ۱۹۹۸ په اساس د پاکستان سره سعودي عرب، چین، تاجکستان، ترکمانستان، سوډان، برما اریټریا اؤ شمالي کوریا د مذهبي ازادۍ څخه د سرغړؤنې د اندېښنو ځانګړي نوملړ ته اچولي وو.

د فرورۍ په مياشت کې په نړيوال کچ د مذهبي ازادۍ دپاره د امریکا ځانګړي استازي سېم براؤن هېک ويلي د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي او پاکستان غواړي چې د مذهبي ازاديو د سرغړونې د فهرست څخه بهر شي.

پاکستان کې وخت په وخت د لږکيو زورولو او د هغوي پرضد د کرکې د بيانونو خبرونه مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG