لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې د پوځ او د وسله والو په جګړه کې دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي‌ دي


FILE - Pakistani Taliban patrol in then their stronghold of Shawal in Pakistani tribal region of South Waziristan, Aug. 5, 2012.
FILE - Pakistani Taliban patrol in then their stronghold of Shawal in Pakistani tribal region of South Waziristan, Aug. 5, 2012.

د پاکستان پوځ ویلي دافغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د وسله والو سره جګړه کې دپوځ د یو افسر په ګډون دوه عسکر وژل او دوه وسله وال وژل شوي دي.

وسله والې تحریک طالبان پاکستان په پوځ د برید زمه داري پغاړه اخستې ده

د پوځ د مطبوعاتو څانګې اي اېس پي ار مطبوعاتو ته ورکړی شوي بیان کې وویل چې د پوځ او وسله والو جګړه د افغانستان پولې ته نژدې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې شوي ده او د ډزو په تبادله کې دوو عسکرو ترڅنګ دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

پوځ وویل عسکرو وسله او چاودېدونکی مواد قبضه کړي دي.

د پوځ د بیان نه وړاندې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي وو د خالي، شنبې، په شپه د انګور اډې سیمې سره جوخت دبیرمل تحصیل په سرې کنډه سیمه کې د وسله والو سره نښتې هغه مهال شوي چې د پوځ په یوه پوسته یې د درنو او سپکو وسلو سره برید وکړو.

اي اېس پي ار وویل وسله والو سره جګړه کې د پوځ افسر میجر شجاعت او یو بل عسکر وژل شوي او دوه نور عسکر ټپيان شوي دي.

ټپیان شوي عسکر دهیلي کاپټر د لارې روغتون ته رسول شوي دي.

سرچینو زیاته کړې له برید وروسته امنیتي ځواکونو د پیښې دځائ نه د دوؤ وسله والو مړي هم تر لاسه کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند میډیا ته بیان کې دې برید کې د لسو عسکرو د مرګ ژوبلې دعوه کړې ده. یو بل ته د تلفاتو اړولو په اړه د وسله والو او نه هم د پوځ د بیانونو په ازاده توګه تصدیق کېدلي شي .

دطالبانو ویاند ویلي پوځي عسکر د دوئ پرضد استخباراتي عملیاتو له ورغلي ؤ چې د هغوی پرضد دوئ ځوابي برید ترسره کړو او هغوې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بیرمل تحصیل انګور اډه علاقه د ضلعې مرکز واڼا نه 50 کلوميټره لودیز د افغان پولې سره جوخته پرته ده. او دې ځائ ته د میډیا رسد نه کیږي .

د چارواکو په وینا د بريد وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي اؤ یو ځېنې شکمن کسان هم له سیمې څخه نیول شوي دي.

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2009م کې د راه نجات په نوم عملیات پیل کړي وؤ اؤ پوځ ادعا کوي چې سيمه يې په بشپړ ډول د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ په پینځمه دعوه کړې وه چې په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې دترهګرو ځالې ختمې کړی شوي دي خو په 25م مارچ د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې په پاکستاني‌ پوځ برید شوی ؤ، چې د پوځ په وینا څلور پوځیان پکې وژل شوي‌ وؤ.

همدارنګه د مارچ 29مه نېټه هم په ټانک او جنوبي وزیرستان ضلعو کې پر پوځ بریدونه شوی وؤ چې د یو کپتان په ګډون نهه پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي ؤ.

د دغه بريدونو زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.


  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG