لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا، پاکستانیانو لپاره د ځینې ویزو موده دپنځوؤ کالو څخه یو کال ته راټيټه کړه


د نوي پالیسۍ له مخه به خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته په امریکا کې یوازې د دریوؤ میاشتو د پاتې کېدو اجازه وي.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارت د بیانې له مخه د ځینو موقتي ویزو لکه د کارکولو ویزه، مطبوعاتي او د مذهبي چارو کارکوونکو ته د ویزو فیسونه یې هم زیات کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا فېصله ځکه کړې چې پاکستان ونه توانېدو د ځینو مختلفو ویزو ورکولو پالیسۍ کې بدلون راولي نو امریکا ته د خپل قانون مطابق پکار وو چې د ویزې موده راکمه کړي او فیس زیات کړي چې د پاکستان د بیلابیلو ویزو د ورکولو پالیسۍ سره یو څېر شي.

دامریکایي راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیرکال کال په ۲۰۱۸م کې د۳۷۰۰۰ خلکو د ویزو درخواستونه رد کړي چې لامل یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په سفرونو بندیز ښودل شوی ؤ.

دا دتېر کال د شمېرو نه نزدې ۱۰۰۰ زیات دي او هغه ځکه چې وخت دا بندیز نه وو لګېدلی.

په کال ۲۰۱۷م کې دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ هغه امریکې ته د بهرملکونو نه په لاټرۍ یا قرعه اندازۍ راتلو پروګرام هم ختمول غواړي.

د لاټرۍ پروګرام لاندې امریکا د هغه هیوادونو خلکو ته د قرعه اندازۍ د لارې په امریکا کې په مستقله توګه د پاتې کیدولپاره ویزې ورکوي چې په امریکا کې ددغه ملکونو د خلکو تناسب کم وي.

امریکا د کورنۍ په بنیاد مهاجرت قانون لري. ددغه قانون ترمخه یو امریکايي شهریت لرونکی او یا په دائمي توګه په امریکا کې د پاتې کیدو اسناد (ګرین کارډ) لرونکی تن په خپل پلارني هیواد کې د خپلې کورنۍ نزدې خپلوان سپانسر کولی شي چې امریکې ته په مستقل توګه راشي.

ددغه پروګرام لاندې خزه یا خاوند او د ۲۱ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د امریکايي ویزې ترلاسه کولو لپاه د انتظار کولو ضرورت نه وي. خو د ورور، خور او د ۲۱ کالو نه زیات عمر ماشومان د کالونو پورې د ویزې ترلاسه کولو انتظارکوي. دغه انتظار په عمومي توګه د لسو نه ترپنځلس کاله او د ځنې ملکونو د خلکو لپاره ددې نه هم زیات وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG