لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا: د هند او پاکستان ترمنځ پوځي عمليات به د نور اړي ګړي سبب ګرځي
تازه خبر

امریکا: د هند او پاکستان ترمنځ پوځي عمليات به د نور اړي ګړي سبب ګرځي


د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، که د هند او پاکستان ترمنځ په روان تاؤ تريخوالي کې "نور پوځي عمليات کیږي نو د حالاتو د اړي ګړي سبب به ګرځي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند رابرټ پلاډينو ويلي، امريکا په پاکستان او هند ټينګار کوي چې د تاؤ تريخوالي راکمولو په موخه ګامونه پورته کړي.

د نهې، سه شنبې په ورځ خبريالانو سره د خبرو په مهال نوموړي وويل،"امریکا ګڼي که نور پوځي عمليات کيږي د حالات خرابېدو سبب به ګرځي".

نوموړي د پاکستان په اړوند ويلي، "د پاکستان نه غوښتنه تکراروي چې د ملګرو ملتونو غوښتنې ومني د ترهګرو ځالې ختمې کړي او د پېسو لارې يې وتړي".

وياند ويلي د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د هند او پاکستان ترمنځ نېغ په نېغه سفارتکاري کړې او د تاؤ تريخوالي کمولو په لړ کې يې رول لوبولی دی.

او په دغه لړ کې يې د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج اود پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره يې خبرې کړي دي.

هغه زياته کړې د هنويي د سفارتکارۍ وروسته په لوړ پوړې کچه اړيکې دوام لري او په نوي دهلي او اسلام اباد کې د واشنګټن د سفارتخانو د دغو هېوادونو سره تماس هم شامل دی.

پلاډينو ويلي، ځينې وخت دوي په ښکاره سفارتکاري کوي او کله بيا سفارتکاري په شخصي کچ وي او د نوموړي په وېنا دا وخت شخصي سفارتکاري روانه ده.

د هند لخوا د پاکستان د اېف -۱۶ الوتکې کارولو د ادعا په اړوند هغه وويل داسې رپوټونه يې ليدلي او په غور يې جاج اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG