لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېغله پښتنه شاعره هما احمدزۍ وايي، د خپلو شعرونو له لیارې د پښتنو د یوالي پیغام ورکوي


په اروپا کې مېشته پښتنه پېغله شاعره هما ظفر احمدزۍ وايي، چې غواړم د خپل شعر له لارې پښتنو ښځو، ځوانانو او خپلو وطنوالو ته د مينې او يوالي پيغام ورکړم.

پېغله هما احمدزۍ د جدید ادب په نوي رجحاناتو او د نړیوال ادب په غوښتنو پوهه لیکواله شاعره ادیبه ده، چې د یوې ښځې په حیث یې په خپل لیک کې د خپل جنس پوره پوره نمایندگي کړې ده .

له وي او اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې هما احمدزۍ وویل، چې د ورکتوب نه د شعر او د قیصو لوستلو سره مینې او شوق په پیغلوب کی هغه د یوې تکړه شاعرې او افسانه نگارې په توگه د اديبانو په ډله کې په خلکو خپله پیژندگلو وکړه خو بيا هم غواړي چې د ادبياتو په څانگه کې خپلې زده کړې په عملي توگه تر سره کړي .

پېغله هما ظفر احمدزۍ د افغانستان د کابل ولايت د خورد کابل سيمې سره تړاو لري ،خپلې لمړنۍ زده کړې يې د کابل د خيرخانې مينې د ښځو په څانگه کې سر ته رسولي دي چې وروسته ملکي اړي گړي پاکستان ته په مهاجرت کولو مجبوره کړه او د مهاجرت په دوران کې یې د خپلو زده کړو په اړه څه نا څه تحصلاتي هڅې په پيښور کې هم تر سره کړي دي. په پیښورکې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر فعاله غړې هم پاتې شوې ده.

د هما احمدزی دوه کتابونه دا محال چاپ شوی چې یو کتاب ؛ ماڼوگله ؛ نومیږي چې د پښتنو ښځو په ژوند او ستونزو لیکل شوی ناولگی دی او دوهم کتاب یی یوه شعري ټولگه ده چې نوم یې دی ؛یم د ریښتيني لاري د یو کاروان په لټون؛ دا کتاب د جدیدي او روایتي شاعرۍ په رنگونو ښایسته کتاب دی او ډیر ژر به یی د افسانو کتاب هم مارکیټ ته راشې چي پکي علامتي او روایتي رنگونو ښایسته افساني شاملي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG