لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وړانګه لوڼۍ: له ایف ای آر وروسته د ارمان د وژنې په مقدمه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی


واشنګټن ــــ نن د فرورۍ دویمه د پاکستان په ګډون په نوره نړۍ کې هم د ارمان لوڼي لومړی تلین لمانځل کېږي. د هغه کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان له ریاسته غوښتنه کوي چې د هغه په وژنه په ایف ای آر کې په نخښه شوي تورن پولیس افسر او نورو عسکر دې ونیول شي او د هغه له کورنۍ سره دې انصاف وشي.

د 2019م کال د جنورۍ پر 29مه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په لورالای ښار کې پر پولیسو د ترهګرۍ د برید په ضد احتجاجي ناسته پیل کړه او پر پینځه ورځ یې له پولیسو سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج پای ته و رساوه.

د ارمان لوڼي نیژدې ملګری عبدالقیوم تمانخېل وایي، کله چې دوی تر احتجاج وروسته روان وو، نو پولیسو ورته لاره ونیوله او ارمان لوڼی یې له دوی جلا کړ، د هغه د نیولو هڅه یې وکړه، چې وایي په دې مهال د لورالای پولیس مشر عطاو الرحمن هغه د توپک په کونداغ وواهه او هغه بېهوښه شو چې روغتون ته هم د پولیسو له کبله په ځنډ ورسول شو او هلته یې ساه ورکړه.

د ارمان لوڼي د قاتلینو په ضد د بشري حقونو د نړیوالو او ملکي ادارو او د پاکستان د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ په ټینګار تېر کال د هغه تر وژنې دوې میاشتې وروسته درج شوه، خو تر اوسه د هغه د وژنې په اړه نه د پلټنو نتایج خپاره شوي او نه هم هغه پولیس افسر نیول شوی دی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د ارمان لوڼي خور یې د هغه په وژنه تورن ګڼي.

د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ له وي او اې ډیوه سره په خپله تازه مرکه کې په دې اړه وویل:

"له ایف ای آره وروسته هیچا هم څه نه دي کړي کېس هماغسې پروت دی په عدالت کې هم نه چلېږي، خو د ایف ای آر د ختمېدو لپاره د [تورن] پولیس عطاوالرحمن له خوا درخواست جمع شوی وو خو بیا هغه درخواست هم هغسې پاته شو".

د بلوچستان حکومت په پیل کې ژمنه کړې وه چې د ارمان له کورنۍ سره به انصاف کوي خو کله چې د هغه د وژنې په ضد مقدمه درج شوې نو حکومت او پولیسو له رسنیو سره خپلې وروستۍ پلټنې نه دي شریکې کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر نیول کېدو مخکې پخپله وروستۍ وینا کې وویل:

"اتل ارمان لوڼی شهید کړل شو خو تر اوسه ریاست هیڅ انصاف نه دی کړی، که څه هم ریاست د ده قاتلانو ته سزا نه لیکي خو د هر پښتون په زړه کې ایف ای آر لیکل شوی او د ده د قاتلینو سزا لیکل شوې ده".

د لورالای پولیسو د ارمان لوڼي تر وژنې سمدستي وروسته ویلي وو، چې هغه د زړه د درېدو له کبله مړ شوی، خو کله چې د هغه پوسټ مارټم رپوټ راغی نو د پولیسو دا دعوه یې رد کړه.

د کوټې د سېول روغتون د پوليس سرجن ډاکټرې د تېر کال د فرورۍ په اوومه د ارمان لوڼي د ابتدايي طبي معاينې (پوسټ مارټم) په بنیاد ویلي وو، چې د هغه په مغزو کې وينه درېدلې وه.

ډاکټر عايشې ویلي وو، د هغه د زړه، مغزو او د بدن څه نورې برخې يې د بشپړو څيړنو لپاره د لاهور فرانزک ليبارټري ته ليږلي دي او سمدستي دا نه شي ويلای چې د ابراهيم ارمان د مرګ سبب څه دی، خو تر اوسه پورې له لاهوره د ارمان لوڼي د پوسټ مارټم وروستی رپوټ خپور نه شو.

د بلوچستان حکومت او د لورایي پولیسو دا خبره رد کړې چې ګواکې د ارمان لوڼي په وژنه کې دې د سیمې پولیس لاس ولري.

XS
SM
MD
LG