لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د روانې جګړې له امله هره ورځ ۲۰۰ افغانان وژل کيږي، د سولې عالي شورا


د افغانستان دسولې عالي شورا وايي، د افغانستان د هرګوټ خلک له سولې ملاتړ او د روانې جګړې دپای غوښتنه لري.

دسولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي ویلي، افغان ځوانان د دې هېواد ستره پانګه ده او هره ورځ د افغانستان په روانه جګړه کې ۲۰۰ تنه ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خلیلي د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال فهیم د مړینې د ۵ تلین په لمانځغونډه کې وویل سوله یو داسې میکانیزم او تګ لارې ته اړتیا لري چې دواړه خواوې پرې هوکړې ته ورسیږي تر څو دایمي سولې عملي کیدو ته لاره هواره شي.

نوموړي وویل د جګړې د دوام ستر زیان له مونږ افغانانو څخه د ځوانانو ستره سرمایه اخلي، ترکومه به هره ورځ ۲۰۰ ځوانان د جګړې قرباني کیږی، د افغان حکومت رهبرۍ ،سیاسي ګوندونه او د طالبانو مشران باید د افغان ولس دسولې د ټینګښت غوښتنې ته غاړه کیږدي او د سولې لار هواره کړي).

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په کابل کې د حزب وحدت د ګوند پخواني مشر عبدالعالي مزاري د وژل کیدو د تلین په لمانځ غونډه د وسله والو لخوا د راکیټي بریدونو پر مهال د امنیتي څواکونو په وینا ۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپیان شول.

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن دخالی/ شنبې په ورځ جوړه شوې غونډه کې وویل د افغان ولس د وژنې او د ټولو جنایتونو مسئولیت د هغه چا پر غاړه دی چې د افغان ولس د سولې غوښتنه یې رد کړې ده.

عبدالله وویل (عادلانه سوله مونږ ته لومړیتوب لري او هغه ډلې چې د بهرنیو دسیسو ښکار په نتیجه کې خپل خلک تر بریدونو لاندې راولي او د دې صحنی د پای لپاره چې هرڅومره کوښښونه ترسره کیږي د افغانستان د خلکو ملاتړ ورسره دی).

نوموړي وویل افغانستان به هغه ورځ خپلواکه وي چې ترهګرې ډلې دلته شتون ونه لري او د افغانستان خلک یو له بل سره په ګډه ژوند وکړي.

عبدالله وویل (افغانستان د نړیوالې ټولنې له همکاری هرکلۍ کوي او اړتیا هم ورته لري او دا همکاري به دوام پیدا کوي او په عېن حال کې افغانستان د دې وړتیا لري چې د خپل او د سیمې په اقتصاد کې فعاله ونډه لري او یا هم له دې څخه په لوړه کچه).

د سولې عالي شورا او افغان چارواکي په داسې حال کې د عادلانه سولې په ټیګښت ټینګار کوي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پلاوي او د طالبانو استازو ترمنځ په قطر کې د سولې مذاکرات د تیرو ۱۱ ورځو راهیسې دوام لري او تیره ورځ د استراحت په هدف نه وې ترسره شوې خو نن د خالي/ شنبې په ورځ دا خبرې یو ځل بیا پیل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG