لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان اجراییه ريیس وايي په اسلامي جمهوریت معامله نشي کېدلی


د افغانستان اجراییه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته اندېښنه او هیله مندي ښودلې ده.

نوموړي نن د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان د کابينې په اوونیزه ناسته کې وویل په قطر کې له دې امله روانو مذکراتو نه خوښ بریښي چې په خبره یې ښايي چې د همدې خبرو په نتیجه کې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

عبدالله زیاته کړه د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرتو ته له بلخوا ځکه اندیښنه لري چې په خبرو اترو کې بحث شوي ځیني مسایل د افغانستان له خلکو پټ دي.

نوموړي وویل (د افغانستان خلکو اندېښنه پر دې ده چې یو شمېر بحث شوي مسایل وضاحت نه لري او د سولې خبرې هغه مهال په واقعیت بدلېدلی شي چې له خلکو نه هیڅ شي پټ ونه ساتل شي او له دې بغیر د سولې خبرې واقعې معنی هم لري).

دا په داسې حال ده چې دقطر په پلازمینې دوحه کې له نږدې نیمې میاشتې راهیسې د امریکا ایالتونو د پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو مذاکرات روان دي.

په دې وروستیو کې ځینو خبري سرچینو ویلي چې په قطر کې د روانو مذاکراتو د دواړو مرکچي پلاوو ترمنځ پرځینو موضوعاتو هوکړې ته رسیدلي او ژمنه شوې چې جزیات به یې له رسنیو سره ترهغې نه شریک کیږي ترڅو چې د دوحیې په ناسته کې پرټولو مسایلو وروستي موافقې ته نه وي رسیدلي.

ویلی کیږي چې دقطر مذاکرات به تر راتلوونکي زیارت په ورځ دوام ولري خو تر اوسه رسمي منابعو د دې خبرپخلۍ نه دی کړی.

افغان حکومت ویلي په قطرکې دمذاکراتو دپيل یو له موخوڅخه له افغان حکومت سره دخبرو میز ته دطالبانو کینول دي خو تراوسه طالبانو دا خبره نه ده کړې چې دوی به له افغان حکومت سره دافغان سولې په تړاو خبرو ته حاضرشي.

په دوحه کې دسولې دخبرو دپنځم پړاو دشروع په لومړنیو ورځو کې طالب استازو دا خبره کړې وه چې افغان حکومت هم دافغانستان دکشالې یوه برخه ده خو هغوی له امریکا سره پرځینو مسایلو بحث کول او یوه توافق ته رسیدل اړین اولومړیتوب یاد کړي و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG