لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتيکا: په برمل کې طالبان که پاکستاني قبايل وژل شوي؟


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې چې د افغانستان په پکتيکا کې اته قبايلي پاکستانيان وژل شوي، خو د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پوليس مشر ويلي د درې عربو په ګډون يې ۱۵ طالبان وژلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد فېصل په يو ټويټ کې ويلي،

"پاکستان په پکتيکا کې د اته ؤ قبايلي بې ګناه پاکستانيانو د وژنې غندنه کوي"، نوموړي په ټويټ کې ادعا کړې دا اته وګړي "افغان ځواکونو وژلي دي".

خو نوموړي په دغه اړوند نور جزيات نه دي شريک کړي چې د وژل شوؤ قبايلو تعلق د کومې سيمې سره دی او کله وژل شوي دي؟.

د اتوار په ورځ افغان رسنيو ويلي ؤ د افغانستان په جنوب ختيځ کې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د افغان ځواکونو په عملياتو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي خو امنيتي ځواکونو د ځايي خلکو دغه ادعا کړې وه.

پژواک خبري ادارې د دغو عملياتو په اړوند د ځايي خلکو او پوليس د څرګندونو په اساس خبرخپور کړی ؤ.

د برمل د پوليسو مشر بريګيډيئر جنرل غلام سخي روغ ليوني ويلي په ولسوالۍ کې ترسره شوؤ عملياتو کې د درې عربو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي وو.

د جنورۍ په مياشت کې د برمل ګورنر رحمت الله ادعا کړې وه چې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د پاکستان د جنوبي وزيرستان انګور اډې ته نزدې پرتې ولسوالۍ برمل د نیمې نه زیات خلک د پاکستان شناختي کارډونه لري.

هغه ويلي ؤ ۸۸ زره ابادي لرونکې برمل ولسوالۍ کې خروټي او وزیر قبايل پښتانه اباد دي او دوي پاکستاني شناختي کارډونه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG