واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي یوه مشر پروفیسر ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ وایي، د امن لپاره مبارزه کوونکی ورور یې و وژل شو، خو انصاف څه چې تر څلوېښت ورځو وروسته یې هم پولیسو ایف ای آر درج نه کړ.
وړانګې لوڼۍ له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې وویل، د پاکستان په آیین کې دا حق هر چاته ورکړل شوی، چې پولیس یې د کومې پېښې رپوټ سمدستي درج کړي، خو وایي دوی ته دا حق نه ورکول کېږي:
"د ارمان د شهادت څلوېښت ورځې پوره شوې خو حکومت مرسته خو راسره نه ده کړې، بلکې زموږ کېس یې پر مخ نور هم ګران کړی دی، ایف ای آر اخیستل ساده خبره ده، د آیین په 154 ماده کې لیکل شوي چې د هر چا ایف ای آر به اخلې، له هغه وروسته به تحقیقات کوې".
یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د سېنټ یوې کمېټۍ هم په اسلام اباد کې په خپله غونډه کې د ارمان لوڼي د وژنې د ایف ای آر درج کېدو سپارښتنه او د کمېټۍ مشر یې امر کړی وو، خو پولیسو تر اوسه د هغه ایف ای آر نه دی اخیستی. وړانګې لوڼۍ هم په هغه غونډه کې ګډون کړی وو او په اړه یې وایي:
"په غونډه کې د آیین او قانون په دایره کې خبرې وشوې، کمېټۍ د لورالای پولیس ملامت کړل او ویې ویل که آیین ته ګورو ایف ای آر باید واخیستل شي. کمېټۍ په پای کې امر وکړ چې ایف ای آر به زر تر زره اخلي، که یې نه واخیست بیا به جرګګۍ جوړوو او د تحقیقاتو لپاره به یې لورالای ته لېږو".
د ارمان لوڼي د وژنې په ضد د هغه وکیل صادق خان علیزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو کسانو په ګډون- چې له ارمان سره د پېښې په وخت ملګري وو- پولیسو ته درخواست ورکړی وو او د ایف ای آر غوښتنه یې کړې وه. صادق علیزي وي.او.اې ډیوه ته وویل، پولیسو چې ایف ای آر درج نه کړ، نو د سیمې سېشن کورټ ته یې درخواست ورکړ:
"پر 15م فبروري مو سېشن کورټ ته درخواست ورکړ چې جمع شو، د پولیسو رپوټ هم راغی جمع شو، پر دویمه پېشي به قاضي د ارمان لوڼي د وکیلانو او سرکاري موقف اوري بیا به یې فیصله کوي، که یې منظور کړ د ایف ای آر درج کېدو امر به کوي او که یې منظور نه کړي نو بیا به هایکورټ ته ځو".
د بلوچستان د داخله چارو وزیر ضیاء لانګو وایي، د ارمان لوڼي د وژل کېدو ایف ای آر به پولیس هغه وخت درج کړي، چې د هغه د پوسټ مارټم حتمي رپوټ راشي. د ارمان لوڼي د پوسټ مارټم رپوټ لپاره د هغه د بدن نمونې د لاهور لیبارټري ته لېږل شوې دي، خو لا یې رپوټ نه دی راغلی.