لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه ګلېډي اېټرز لوبډله د پي اېس اېل فاينل ته ورسېده


د پاکستان سپر ليګ څلورم د کواليفاير په سيالۍ کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې د پېښور زلمي لوبډلې ته په ۱۰ رنزونو ماتې ورکړه او د کوټې لوبډله فاينل/ پايلوبې ته ورسېده.

د پېښور زلمي لوبډلې د کوټه ګلېډي اېټرز د ۱۸۶ رنزونو په مقابله کې په اووه لوبغاړو سوځېدو ۱۷۶ رنزونه جوړ کړه. دا سيالي د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې وشوه.

د پېښور لوبډلې په بېټسمېنانو کې زيات رنزونه کپتان ډېرن سمي ۴۶ او بيا پولارډ ۴۴ رنزونه جوړ کړه.

پېښور زلمي د سیالۍ پچه/ ټاس ګټلی او لومړی بيټنګ يې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې ته ورکړی ؤ.

د کوټې لوبډلې په لومړي بیټنګ کې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په اووه لوبغاړو سوځېدو ۱۸۶ رنزونه جوړ کړي وو.

د کوټې په بېټسمېنانو کې زيات ۷۱ رنزونه شېن واټسن، احسن علي ۴۶ او عمر اکمل ۲۲ رنزونه جوړ کړي وو.

وهاب ریاض د کوټې دوه لوبغاړي سوځولي وو.

د پېښور زلمي لوبډله به اوس د کراچۍ او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ کېدونکې سيالۍ کې د ګټونکې لوبډلې سره مخامخ کيږي.

په دغه سيالۍ کې ګټونکې لوبډله به په پايلوبه کې د کوټه ګلېډي اېټرز مقابله کوي.

د کراچۍ کنګز او اسلام اباد يونايټډ سيالي سبا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې ټاکل شوې ده، په ۱۵م مارچ به پايلوبې ته د رسېدو دپاره وروستۍ (ايليمينېټر سيالي کيږي.

د پي اېس اېل پايلوبه په ۱۷م مارچ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ټاکل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG