د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د قبايلي ضلعو مومند او باجوړ سفر کړی خو د سیمې ځايي خلکو او سیاسي مشرانو په نوموړي سخت ټکونه کړي وو چې د علاقې د پرمختګ دپاره یې يوه غټه پروژه اعلان نه کړه.
عمران خان نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په ټویټر په قبايلي ضلعو کې د لسو کالو د پرمختيايي پلان ژمنه کړې ده.
هغه ويلي، حکومت په قبايلي ضلعو کې په لس کاله موده کې د کال په سر د ۱۰۰ اربه روپو د پرمختيايي پروژو پلان لري.
د نوموړي په وېنا په سيمه کې د لس کلن پرمختيايي پلان دپاره به د درېو اوونیو پورې مشورې کولی شي او پېل به يې د باجوړ څخه کیږي.
په باجوړ کې د جمعې په ورځ غونډې ته په وېنا کې وزيراعظم عمران خان ويلي ؤ، د قبايلي اولس دپاره ښه وخت راروان دی لږ صبر دې نور وکړي.
هغه ويلي ؤ د قبايلي علاقو دپاره په مالياتي قامي فنډ (اېن اېف سي) کې د درې فيصده برخې دپاره به د سيند او بلوچستان سره خبره کوي.
هغه په باجوړ کې ځوانانو ته بې د سوده قرضونو، نوکريانو او وړوکي صنعتي زون اعلان کړی ؤ.
په باجوړ کې د سياسي ګوندونو مشرانو د عمران خان د باجوړ د سفر په مهال په کړو اعلانونو باندې مايوسي څرګنده کړې وه.
دوي ويلي ؤ تمه يې لرله چې عمران خان به د سيمې دپاره غټې پرمختيايي پروژې اعلان کړي خو هغه داسې هيڅ ونه کړل.
په باجوړ کې د ځوانانو جرګې د عمران خان نه په ځانګړي ډول د پوهنتون جوړولو او په سیمه کې د بلدياتي او صوبايي انتخاباتو د نېټې د اعلان کولو غوښتنه کوله.