لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل اؤ واشنګټن دسخت غبرګون وروسته پاکستان دعمران خان دخبرو سپیناوی کړی


افغانستان کې دلنډمهاله حکومت دملاتړ په اړوند دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په څرګندونو د کابل اؤ واشنګټن د سخت غبرګون مخې ته له راتلو وروسته پاکستان ویلي دعمران خان بیان په ګډوډ ډول وړاندې کړل شوی دی.

عمران خان تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې دافغان ستونزې هواری په لنډمهاله حکومت جوړؤلو کې دی اؤ طالبان به هم لنډ مهاله حکومت سره خبرې وکړي،

افغان دولت اؤ سیاسي ګوندونو دعمران خان دا څرګندونې دافغانستان چارو کې ښکاره لاه وهنه بللې اؤ اسلام اباد نه دافغانستان سفیر داحتجاج په ډول بیرته کابل ته بلل شوی.

د چهارشنبې په ورځ دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل سپیناوی کړی چې د وزیراعظم عمران خان بیان دهغه د اصل مقصد مطابق نه بلکې په ګډوډ ډول وړاندې کړل شوی دی.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند پخپل بیان کې ویلي چې عمران خان پاکستان کې دلنډمهاله حکومت دڅارنې لاندې دشوؤ ټولټاکنو دنمونې حواله ورکړې وه اؤ دهغه دا بیان باید دافغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه ګڼل شي.

ویاند زیاته کړې ده چې وزیراعظم عمران خان افغانستان کې دامن اؤ سولې په ټینګښت کې په شخصي توګه خوښي لري اؤ پاکستان افغانستان کې دامن اؤ ثبات پرته نورې هیڅ خپلې ګټې نه لري.

ډاکټر فیصل ویلي د څلورو لسیزو راهسې دجګړو سره مخ افغان ولس هم دسولې اؤ امن د ډک ژوند حق لري اؤ پاکستان په دې لړ کې دخپله اړخه کوټلې همکاري کوي .

نوموړي ویلي “دافغان سولې په دې مهم پړاؤ کې باید دپاکستان سنجیده هڅې له پامه ونه ویستل شي”

افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت دملاتړ په اړوند دعمران خان دبیان مخکې ته راتلو نه وروسته افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل زاد هم پخپل یو ټوئټ کې ویلي چې “دعمران خان څرګندونې رغنده نه دي”

ښاغلي خلیلزاد پخپل ټویټ کې لیکلي: "د افغانستان مستقبل د افغانانو لپاره دی او یوازې افغانان یې پرېکړه کولی شي، د نړیوالې ټولنې کار دا دی چې افغانان په شا و ډبوي چې یو ځای شي او دغه شان مستقل و ټاکي"

افغان حکومت هم د عمران خان د بیان په غبرګون کې پرون د نهې یا سه شنبې په ورځ له اسلام اباده خپل سفیر د احتجاج په توګه کابل ته ور بللی او په کابل کې یې د پاکستان مرستیال سفیر هم د عمران خان د بیان د سپیناوي لپاره د بهرنیو چارو وزارت دفتر ته ور غوښتی ؤ.

دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله،پخواني ولسمشر حامدکرزي، د ولسمشرۍ دراتلونکو ټاکنو کاندید حنیف اتمر، دافغانستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند صبغت الله احمدي اؤ نورو دولتي اؤ سیاسي مشرانو هم دعمران خان څرګندونې غندلي اؤ دایې دافغانستان کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ګرځولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG