لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاؤ د برتانيا د چارواکو سره خبرې کړي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د برتانیا په پلازمینې لندن کې يې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو له برتانوي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

خیلزاد ویلي، په دې لیدنه کې چې پر افغان سولې بحث او خبرې پکې ترسره شوې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د ځانګړي استازي ګریټ بیلي او ګڼ شمیر لوړ پوړي برتانوي چارواکو هم ګډون درلود.

زلمي خلیلزاد په ټويټر لیکلي (په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او زمونږ د هېوادونو د امنیت ګډې موخې ته د رسیدو په تګ لارو وغږیدو او له برتانیا شریکانو سره مشوره همشه د خوښیو وړ وي).

بلخوا په افغانستان کې د برتانیا سفارت د خلیلزاد او برتانوي چارواکو ترمنځ شوې خبرې ګټورې ګڼلي او ویلي دي چې هیواد یې د افغان حکومت د سولې پروسې حمایت کوي.

دې سفارت په خپل ټویټر کې لیکلي برتانیا د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو له پیلولو سره علاقه لري او په دې بهیر کې د رغنده رول ترسره کولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد په داسې حال د برتانیا له چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي او له شویو خبرو یې خوښي څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د خلیلزاد شپږم سفر بریتانیا، اردون، بلجیم، ازبکستان ، افغانستان، پاکستان او قطر ته د مارچ په ۲۵ پیل کړی او د اپریل تر۱۰ به دوام ولري.

افغان سیاسي څیړونکي وايي ټاکل شوې خلیلزاد په دې سفر کې د افغان سولې په تړاو د سیمې او نړۍ هیوادونو سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړي کړي او ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG