لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بانک بلوچستان کې د۲۰کروړو ډالرو د اوبو پروژه وځنډوله


نړیوال بانک دپاکستان بلوچستان ایالت کې د اوبو دانتظام اؤ دپرمختیا دپروژې دپنګو ویش کې دبدانتظامۍ اؤ‌ دغه پروژه کې دپرمختګ نه کیدلو له امله یاده پروژه ځنډولې ده.

دغه پروژه دکرونده ګرو د امدن سیوا کولو دپاره ترتیب کړل شوې وه چې ترمخه به یې خلکو ته د اوبو رسولو دپاره نوې ځاندره جوړولی شوه ه، پټو ته به د اوبه خور دپاره اوبه ورکولی اؤ دڅاروؤ دپاره د ګیاه ګانو میدانونه به زرغونولی شول.

نړیوال بانک په کال ۲۰۱۶م کې بلوچستان کې د اوبه خور دپاره د ابادۍ په تناسب د اوبو دنظام پیاوړي کولو په موخه د۲۰ؤ کروړو روپو پنګه منظور کړې وه.

نړیوال بانک پخپل یو بیان کې ویلي چې دغه تړون د دریوؤ کالو دپاره ؤ خو د دریوؤ کالو تیریدو باوجود په دغه پروژه هیڅ پرمختګ ونه شو اؤ د پنګو په ویش کې هم بد انتظامي کیدله.

خو نړیوال پخپل بیان کې د بد انتظامۍ سپیناوی نه دی کړی چې ایا په دغه پیسو کې وهنه شوې که دمخ ملازې په اساس مصرف کړل شوي دي.

نړیوال بانک پخپل بیان کې صوبه کې د اوبو دحقیقي نظام غوره کولو اؤ دحکومتي انتظاماتو دبحالۍ اؤ پراختیا دپاره دبلوچستان حکومت سره دراتلونکې یوې میاشتې دپاره دکار کولو وړاندیز کړی دی.

بانک وایي که چرې دیوې میاشتې په دې موده کې حکومت په ښه توګه د اوبو په پروژه په منظم ډول کار وکړي نو بانک به دا پروژه بیرته پیل کړي.

بلوچستان کې د اوبو دکوټلي انتظام اؤ د پرمختیایي پروژې مقصد ددغه صوبې دننه داوبو د ۱۸ؤ ذخیرو څخه په دوؤ ذخیرو کې سرمایه ګزاري کول وؤ چې دهغې دپاره د اوبو د وسیلو دپرمختیا دامکاناتو جاج اخستل شوی ؤ اؤ په لمړي پړاؤ کې د ناري اؤ پولرائی د سیندونو ټاکنه یا انتخاب هم شوی ؤ.

نړیوال بانک وایي په ګرد هیواد کې یې د ۴۰ پروژو دپاره اووه اربه اؤ۴۲ کروړه ډالر منظور کړي چې دې کې به درې اربه ډالر یوازې د اوبو په نظام ،برېښنايي پروژو اؤ د اوبه خور په نظام مصرفولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG