لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بدخشان ارغنج خوا ولسوالۍ طالبانو تر ولکې لاندې راوستې


د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت ارغنج خوا ولسوالۍ تیره شپه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ترجګړې وروسته د دولت له حاکمیت څخه وتلې ده.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازی امان الله پیمان له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې طالبانو تیره شپه د ارغنج خوا په ولسوالۍ د څو خواوو نه ډله ییزه جګړه پیل کړه او د شوې جګړې په پایله کې امنیتي ځواکونو له دې ولسوالۍ په شا شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دا مهال ولسوالي د طالبانو تر ولکې لاندې ده او افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات هم رسیدلي دي.

نوموړي وویل "​ولسوالۍ تیره شپه سقوط وکړ دا مهال د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې ده تلفات هم لري او زمونږ د معلوماتو له مخې له ۲۰ څخه تر۳۰ پورې افغان سرتیرو ته تلفات رسیدلي دي او یو شمیر سرتیري اسیرشوي هم دي خو شمیر یې دقیق نه دی معلوم"​.

د بدخشان امنیې قومندانۍ د ارغنج ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی او ویلي يې دي چې ولسوالۍ ته نږدې د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان دخلکو استازي امان لله پیمان وايي، د ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې جګړه دوام نه لري او امنیتي سرتیري له دې ولسوالۍ د طالبانو په بریدونو کې دشپې په تاریکۍ کې وتلي دي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د افغانستان دکورنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو خو هغوی وویل چې د ارغنج خوا ولسوالۍ دموضوع په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریکوي .

بدخشان چې د افغانسان په شمال ختیځ کې له چین هېواد سره شاواخوا ۷۵ کیلومټره ګډه پوله لري یو شمیر ولسوالۍ ته یې اکمالات د هوا دلارې ترسره کیږي او ځمکنۍ لاریې د طالبانو ترګواښ لاندې دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG