لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيپلز ګوند اندېښنه څرګنده کړې حکومت په اېن اېف سي کې د صوبو برخه کموي


د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند پاکستان پيپلزپارټۍ ويره څرګنده کړې چې د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) په فشار حکومت په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې د صوبو برخه کمه کوي خو حکومت دا ادعاوې بې ځايه بلي.

د نهم مالياتي کمېشن دپاره د جمعې په ورځ دخزانې مرکزي وزير اسد عمر په مشرۍ غونډه کې د سيند او بلوچستان صوبې اعلی وزيرانو ګډون نه دی کړی.

اسد عمر ويلي ممکن نه ده چې د راتلونکې بودېجې نه وړاندې حکومت نهم مالياتي کمېشن ترسره کړي او راتلونکی بجټ به هم د زوړ مالياتي اېوارډ ترمخه جوړول کيږي.

هغه ويلي د ايي اېم اېف د فشار خبره بې ځايه ده او د دوي په دغه اړوند د نړیوالې ادارې سره هيڅ خبره نه ده شوې.

د پيپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي وايي چې موجوده حکومت د ټېکسونو هدف نه دی پوره کړی ځکه دوي ويره څرګندوي چې مرکزي حکومت کولی شي د صوبو برخه کمه کړي.

"دوي (حکومت) د اېن اېف سي اېوارډ او اتلم اييني بدلون په اړوند غلطې خبرې کوي په اېن اېف سي کې چې دوي د صوبې برخه کموي د هغې وجه دا ده چې په ټېکس راټولولو کې دوي ته ۲۳۶ اربه روپۍ دوته کمې راټولې شوي دي".

هغه وويل عمران خان به ويل چې دې نورو حکومتونو له ځکه څوک ټېکس نه ورکوي چې دا غله دي نو "نن مونږ د عمران خان نه تپوس کوو چې دا خو د مدينې رياست دی او ته ډېر نېک سړی يې نو بیا ولې ۲۳۶ اربه روپۍ په اته مياشتو کې کمې راټولې شوې".

د پيپلز ګوند يو بل سېنېټر رضا رباني هم دغه ويره څرګنده کړې ده چې د ايي اېم اېف د فشار او مالياتي خسارې پوره کولو دپاره مرکزي حکومت د صوبو برخه لس فيصده کمولی شي.

نوموړي ويلي د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو په بهانه هم مرکزي حکومت د صوبو برخه کمول غواړي.

خو اسد عمر دغه ويرې بې ځایه ګرځولي دي.

د پاکستان د ائين او قامي مالياتي کمېشن ترمخه د مرکز او صوبو ترمنځ د وسيلو او پېسو وېش کيږي او د اتلسم اييني بدلون لاندې اوس د دې زياته برخه صوبو ته ترلاسه کېدل پېل شوي په کوم څه چې مرکزي حکومت خفه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG