لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکز کوټې سره نزدې شعبان علاقه کې د نامعلومه وسله والو په برید کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي، او يو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ځايي مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د سکندر اباد په علاقه کې يو ځانمرګی هدف ته د رسېدو وړاندې چاودلی او وژل شوی دی.

د کوټې پوليسو په وینا تېر ماسخوتن نامعلومه وسله والو د شعبان سېلګرۍ علاقه کې په پوليس پوسته بريد کړی، نښته شوې او دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي دي.

د وژل شوو اهلکارو پېژندګلو د شمس الاسلام او محمد رمضان په نومونه شوې ده.

د پوليس چارواکو په وینا، وسله وال په غټه وسله سمبال وو، د کومې غټې حملې پلان یې درلود خو په شا تمبول شوي دي.

چارواکو ويلي، د پېښې سمدست وروسته اضافي نفري علاقې ته رسېدلې، دغه ځای یې په ګېره اخستی او د لټون عمليات یې پيل کړي دي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، پوليس چارواکو د بريد وروسته د څلورو وسله والو وژلو دعوه هم کړې ده.

د بلوچستان وزيراعلا سرفراز بګټي د پوليس وژنې غندنه کړې او پوليسو قرباني یې ستايلې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي هم یاده پېښه غندلې او وژل شوو پوليسو د کورنيو سره خواخوږي کړې ده.

پاکستان کې د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه پاکستان کې د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 52 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي وو.

پيکس ويلي، په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، د پيکس ترمخه 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون پکې 66 کسان وژل شوي وو.

د رپورټ ترمخه، خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG