لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پوځي حوالدار په کور دننه په ډزو وژل شوی


د شمالي وزيرستان په ميرعلي سب ډويژن کې په پټ مخ نامالومو وسله والو د پوځ يوحوالدار په کور دننه په ډزو وژلی دی، ځايي چارواکو د پېښې پخلی کړی دی.

د شمالي وزيرستان د انتظاميې په وېنا دا پېښه تېره د (اتوار او ګل) په منځنۍ شپه کې د ميرعلي سب ډويژن په ایسوړي کلي کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وېنا ظهور الاسلام په پوځ کې حوالدار او په چټهۍ کلي ته راغلی ؤ او د چهټۍ وروسته ريټايرډ کېدو.

سرچينې وايي وژل شوی عسکر د پوځ په ځانګړې ډله کې شامل ؤ.

د تحریک طالبان پاکستان د جماعت الاحرار څخه جدا شوې حزب الاحرار نومې ډلې د پوځي د وژنې زمه واري منلې ده.

په شمالي وزيرستان کې د حکومتي او امنيتي چارواکو د ادعاؤ له مخې په بشپړ ډول امنيت په ځای کړی شوی خو بيا هم په سيمه کې وخت په وخت د هدفي وژنو پېښې رامنځته کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلک په سيمه کې په هدفي وژنو د اندېښنو څرګندونه کوي او وايي دغه ډول پېښې په سيمه کې د امنيت په ادعاؤ سوالونه راپورته کوي.

درې ورځې وړاندې د ميران شاه په محمد خېل علاقه کې هم د هدفي وژنو په يوه پېښه کې دوه کسان وژل شوي وو.

د يوت اف وزیرستان په نوم سازمان وايي په تېر دوه کاله موده کې په شمالي وزيرستان کې په هدفي وژنو کې د ۳۰ نه زيات کسان په هدف شوي دي.

دوي وايي په سيمه کې په پټ مخ کسان راځي هدفي وژنې کوي او هيڅ پته یې نه لګي او ځايي خلک په کورونو کې وسله نه لري چې د ځان ساتنه پرې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG