د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په هند د ۲۴ جنګي هيلي کاپټرو خرڅولو منظوري ورکړې ده، د ګڼ اړخیزه عملیاتو توان لرونکو دغو ۲۴ هيلي کاپټرو بيعه نزدې دوه اعشاريه شپږ اربه ډالره ده.
د راپورونو ترمخه د امريکې د دفاع امنيتي همکارۍ ادارې کانګرس ته د دغه بېعې په اړوند سرټيفيکېټ وړاندې کړی دی.
هند د امریکا نه دا ۲۴ هيلي کاپټرې په داسې مهال اخلي چې د پاکستان سره يې اړيکې ترينګلې شوي دي.
د راپورونو ترمخه د MH-60R په نوم دغه هيلي کاپټرې ډېری صلاحيتونه لري.
ويل شوي دغه سودا به د هند او امريکې د سټراټيجيکي اړيکو د لارې د امریکا د ملي امنيت او بهرنۍ پاليسۍ ملاتړ او د غټ دفاعي همکار امنيت سېوا کړي.
د هندي رسنيو ترمخه دا سودا به د هند د هوا او سمندر د لارې د جنګي عملياتو توان سېوا کړي او دا به د ژغورنې او مواصلاتو کار هم ترسره کوي.
ويل شوي د دغو هيلي کاپټرو د لارې به هند د سيمه ييزې خطرو په وړاندې د خپلې خاورې د دفاع قوت نور سېوا کړي او هند به دا په خپل پوځ کې شامل کړي.
تېره مياشت د سويډن يوې څيړنيزې ادارې ويلي ؤ، د کال ۲۰۱۴م نه تر ۲۰۱۸م پورې هند د نړۍ دوېم غټ هېواد ؤ چې د نړۍ په ټوله کې يې نهه اعشاريه پينځه فيصده وسله د بهر هېوادونو څخه اخستې ده.
د پاکستان دولتي رسنۍ د سټاک هوم انټرنيشنل پيس ريسرچ انسټيټيوټ په نوم ادارې د کاليز رپوټ په اړوند په خپور کړي خبر کې دغه شمېرې ښودلې دي.
د یادې ادارې ترمخه د سويلي اسيا دغه هېواد هند د نړۍ په هغو پينځه غټو هېوادونو کې يو دی چې د لسيزو راهسې زياتې وسلې د بهر نه اخلي.
د هند په اړوند تازه شمېرې د کال ۲۰۱۴م نه تر کال ۲۰۱۸م پورې يادې کړی شوي دي.
ادارې ويلي هند ۵۸ فيصده وسله د روس څخه غوښتې او د ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۳م پورې دا شمېره ۷۶ فيصده وه.