لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دعمران خان په څرکندونو دپاکستان دسفارت استازي نه بیا سپیناوی غوښتل شوی


دافغانستان دولت دپاکستان وزیراعظم عمران خان افغانستان کې په لاس وهنه تورن کړی اؤ‌ دهغه دلنډ مهاله حکومت په څرګندونو یې کابل کې دپاکستان استازی احضار کړی دی.

عمران خان د افغان حکومت د پرله پسې نیوکو وروسته دجمعې په ورځ هم په خیبر ضلعه کې یوې ولسي جلسې ته پخپله وینا کې افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت جوړؤلو غوښتنه تکرار کړې وه اؤ ویلي یې وؤ افغانستان کې لاسوهنه نه کوي یوازې د ورورۍ مشوره ورکوي.

تر دې دوه کرته وړاندې هم وزیراعظم عمران خان دغسې غوښتنې کړې وې چې افغان دولت په هغې سخت بد منلي وؤ اؤ‌ پاکستان ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې دافغانستان کورنیو چارو کې دمداخلې نه لاس واخلي.

دشنبې په ورځ دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي په ټوئټر لیکلي دافغانستان خارجه وزارت دپاکستان سفارتکار رابللی اؤ دعمران خان په هغه بیان یې ورته سخت احتجاج کړی چې دافغانستان کورنیو چارو کې د ښکاره لاسوهنې په معنا دی.

ښاغلي صبغت الله لیکلي چې” افغانستان د عمران خان وروستۍ څرګندونې دکابل په کورنیو چارو کې ډاګیزه لاسوهنه ګڼي”

نړیوال خبري اژانس رائټرز وایي دتېرې یوې نیمې میاشتې په لنډه موده کې دا څلورم ځل دی چې افغان دولت دعمران خان په بیانونو دپاکستاني سفاتکار څخه سپیناوی غوښتی دی

دمارچ دمیاشتې په وروستیو کې افغانستان داسلام اباد څخه خپل سفیر دعمران خان ددې بیان نه وروسته بیرته کابل ته بللی ؤ چې افغانستان کې دلنډمهاله حکومت جوړیدو سره دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو کې پرمختګ کیدلی شي.

خو دپاکستان لخوا دعمران خان ددغه بیان دسپناوي وروسته افغان سفیر بیرته اسلام اباد ته لیږل شوی ډ.

خو دجمعې په ورځ‌ خیبر ضلع کې یوې ولسي جلسې ته وینا کې عمران خان بیا خپله غوښتنه تکرار کړه اؤ وئ ویل چې افغانستان کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې که لنډمهاله حکومت جوړ شي نو په ټاکنو به چاته د نیوکو موقعه په لاس ورنه شي.

هغه ویلي وؤ دافغانستان کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي بلکې دا یې افغان دولت ته د ورورولۍ مشوره ده.

په افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت موضوع وروسته له هغې توده شوې چې تیره میاشت قطر کې افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ د اوږدو خبرو نه وروسته نړیوالو رسنیو دعوې وکړې چې دقطر خبرو کې دواړه خواخوې افغانستان کې دیو لنډمهاله حکومت په جوړولو صلاح شوي دي.

خو امریکا ا‌ؤ طالبانو دواړو سپینه کړې ده چې د قطر په مزاکراتو کې هیڅ تړون نه دی شوی اؤ نه هم په لنډ مهاله حکومت موافقه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG