لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لیبیا کې مخالف ځواکونه پلازمېنې ترابلس ته ننوتي دي


د جنرال خلیفه حفتر ځواکونه
د جنرال خلیفه حفتر ځواکونه

واشنګټن: د لیبیا لومړی وزیر فایض سراج چې د ملګرو ملتونو لخوا یې ملاتړ کېږي وايي، د هغه حکومتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې د لیبیا د ختیځې برخې قومندان جنرال خلیفه حفتر ته وفاداره ځواکونو مخې ته ودرېږي.

مخالف جنرال خلیفه حفتر د لیبیا د پلازمېنې ترابلس ختیځې برخې نیولي او ښاغلی سراج وايي، چې دی د کودتا هڅه کوي.

په عربي رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې داسې ښکاري چې د حفتر ځواکونه د ترابلس د تړل شوي هوايي ډګر په دروازو باندې ننوتي دي او د ټرمېنلونو څخه د باندې یې مورچلې نیولي دي.

له دغو مخالفو ځواکونو سره هېڅ ډول جګړه نه ده شوې او نه هم په شا تنبول شوي.

په عربي رسنیو کې دا هم ښکاري چې پلازمېنې ته د حفتر ځواکونو له ننوتلو سره د ښار اوسېدونکو خوشالي کوله.

د سعودي عربستان العربیه تلویزیون وايي، د حفتر ځواکونه د پلازمینې خالت الفرګان برخې ته ننوتي دي خو امریکا غږ دغه راپورونه په خپلواکه توګه نشي تاییدولی.

د جنرال حفتر پوځي ویاند احمد المسمري د شنبې یا خالي په ماسپښین یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت وویل، چې د حفتر تر قوماندې لاندې ځواکونه پر مخ روان دي.

هغه وویل، د حفتر ځواکونو د غاریان، جنوبه، قصر البشیر او د سواني ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

هغه دا هم وویل چې د لیبايي ځواکونو سره په جګړه کې د حفتر ۱۴ سرتیري وژل شوي دي.

ویاند دا هم وویل، چې حفتر ته وفاداره پوځي الوتکو د پلازمېنې په جنوب کې په باب العزیزه پوځي مرکز باندې لږ تر لږه څلور بریدونه کړي خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو هغه وویل، چې د مسراتا ښار ته نږدې د حفتر مخالفو الوتکو په غاریان ښار باندې چې اوس د حفتر تر ولکې لاندې دی بریدونه کړي دي او یو شمېر کسان پکې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې په لیبیا کې جګړه د پراخېدو په حال کې ده، د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش له اردن څخه د لیدنې پر وخت په دې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به د لیبیا د خلکو له ملاتړ څخه لاس وانخلي.

په لیبیا کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي غسان سلامي وویل چې دی حالات له نږدې څاري.

هغه وویل، د پلازمینې ټرایپولي دننه او شاخوا یو شمېر سیمو کې حالات د خرابېدو خواته روان دي او ده ټینګار وکړ چې د ملکي خلکو خوندي پاتې کېدو ته باید پام وشي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په قاهره کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د لیبیا په پلازمېنه کې د ثبات او امن راوستلو لپاره دې ګام پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزیر سمېع شوکري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ته چې له د غه هېواد څخه لیدنه کوي وویل، په ۲۰۱۱ کال کې د معمر قذافي له ګوښه کېدو راهیسې لیبیا له کنتروله وتلې ده.

شوکري وویل، د لیبیا په اړه د تېرو څو کلونو راهیسې اندېښنې زیاتې شوې دي چې حالات پکې بې ثباته شوي او ترهګري پکې پراخه شوې ده او عام ولس یې له ګواښونو سره مخ شوی دی.

لاوروف له ټولو ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې جګړه ودروي او خبرې پیل کړي او وویل چې نړیواله ټولنه باید د حالاتو له خرابېدو څخه مخنیوی وکړي.

هغه د لیبیا په جګړه کې له دواړو غاړو څخه وغوښتل چې جګړه دې ودروي او خبرو ته دې کښیني.

د ملګروملتونو استازي سلامي هم په دې ټینګار کاوه چې که ځمکني حالات یې ورته ناشونې نه کړي نو په جنوبي ښار غدمس کې به د ملي پخلاینې د راتلونکي کانفرانس د جوړېدو لپاره هر ډول هلې ځلې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG