لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د ولسمشر د موټر چلول څومره ستونزمن دي؟


واشنګټن ډي سي: د امریکا د ولسمشر ساتنې ته تر دې ډېر پراخ کتل کېږي چې څنګه یې له ډزو وژغوري.

د ولسمشر د زرګونو ځانګړو ساتونکو په روزنه کې نه یواځې دوی ته د بریدونو د مهار کولو لارې ورښيي بلکه د لومړنیو روغتیايي مرستو د وړاندې کولو ترڅنګ باید ښه موټر چلونکي (ډرایوان) هم وي.

دوی ته په مېريلېنډ ایالت کې په یو۵۵۰ متره حلقوي سړک باندې روزنه ورکول کېږي او د بنیادي دفاعي ډرېورۍ ترڅنګ نور ګڼل چلونه هم ورته ښودل کېږي.

د ډرېورۍ په دغو تخنیکونو کې یو د جې ټرن (J-turn) تخنیک هم شامل دی، په کوم کې چې ډرېور په په تېزۍ سره په شا روان وي او یو دم په چټکۍ سره د موټر مخه ۱۸۰ درجې مقابل لوري ته اړوي.

خوندي موټر چلول:

د ځانګړو ساتونکو د ټولي مرستیال تاماس موراچ وايي، د ځانګړو ساتونکو د خوندي ډرېورۍ څخه یواځې یو هدف وي او هغه دا چې د خطر له ځایه خوندي ځایه ته په چټکۍ سره د ټاکلي کس رسول دي.

ځانګړي ځواکونه د ډرېورۍ ددغې پنځه ورځنۍ روزنې نه وروسته هم دې ته چمتو نه وي چې د ولسمشر ۹۰۰۰ کیلوګرامه دروند زرې موټر وچلوي.

هر څوک چې د ولسمشر او یا مرستیال ولسمشر ډرېورې کوي نو دوی باید د ډرېورۍ یوه بله پنځه ورځنۍ روزنه واخلي او بیا یې په ازموینه کې بریالی شي چې د بریا چانس پکې یواځې ۶۰ سلنه دی.

د ځانګړو ساتونکو د عامه اړیکو کارپوه جولیا مکموري وايي، که چېرې یو ساتونکی ددغې پرمختللې ډرېورۍ په ازموینه کې بریالی نشي نو دوی به خپله نورماله دنده پرمخ وړي او بیا به په راتلونکې کې بیا دغې ازموینې ته ځي.

موټر سایکل او غرنی سایکل:

د دوی لپاره بله ځانګړې روزنه د موټر سایکل چلول دي چې که هوا ښه وي نو د ولسمشر د موټرو کتار به بدرګه کوي.

د دغو ځانګړو ساتونکو د مشرانو په وینا دا موټرسایکلې ډېرې درنې وې او وزن یې ۴۰۰ کیلوګرامه وي.

ددې ترڅنګ ساتونکي باید د بایسکل چلولو ځانګړي چلونه هم زده کړي چې په هغو کې د ګلف کارډ چلول هم شامل دي.

بل غټ موټر چې کله کله ولسمشر ښايي پکې سفر وکړي هغه د ګرونډ فورس ون په نامه یو بس دی چې په ۲۰۱۲ کال کې د اوباما د بیا ټاکل کېدو په کمپاین کې لیدل شوی دی.

ډول ډول سړکونه او کوڅې:

د ولسمشر ډرایور یواځې دې ته نه وايي، چې هر ډول موټر وچلولی شي بلکه په هر ډول سړک او لارې باندې تګ وکولای شي.

د بېلګې په توګه بېلا بېل هېوادونه بېلا بېلې چاړایانې او د سړک د غاړې موړې لري نو ځکه ډرایور باید په دې پوه شي چې څه ډول که اړتیا پېښه شي په دغو موړو د پلي مزل لارې ته واوړي.

دا ټول تمرینونه او روزنې ددې لپاره کېږي چې د ۱۹۶۳ کال د نومبر د ۲۲ نېتې پېښه بیا ونشي په کومه کې چې د امریکا پخوانی ولسمشر جان اف کېنېډي په ډالاس کې په خپل سر خلاصي لینکن کانټیننټل موټر کې په ګولۍ ولږېده او ووژل شو.

وروسته بیا د ولسمشر د موټرو چتونه ډېر ځواکمن او د ګولیو ضد جوړ شول چې د هغه ځای ناستي لېنډن جانسن لخوا تر ۱۹۶۷ کال پورې وکارول شول.

د روزنې پرمختګ او نوي کېدل:

د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو روزنه تر ۱۹۷۰ کاله پورې نه وه پېل شوې.

د روزنې پروګرامونه هم د موټرو له نوي کېدلو سره نوي شول.

په ۱۹۳۹ کال کې د ولسمشر فرانکلن ډي روزویلټ د خوښې موټر لینکن کې سیریس و.

روزویلټ ۱۲ سلنډره درلودل او چت یې پرانېستل کېده تر څو دغه پولیو ځپلی ولسمشر ته پکې له موټر نه د کوزېدو اړتیا نه وي.

په دغه موټر کې هم د ګولیو ضد دروازې او ټېرونه وو او کړکۍ یې ډبلې وې او زیرمتون کې یې وسلې هم وې.

په هر حال، د ولسمشر ځانګړي ساتونکي د امریکا د کورنیو چارو د وزارت لاندې کار کوي او نه یواځې ولسمشر ساتي بلکه د ولسمشر نږدې کورنۍ، پخواني ولسمشران او د هغوۍ مېرمنې او ددې ترڅنګ امریکا ته بهرني راغلي مشران او د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ستر کاندیدان هم ژغوري.

بریالي کاندیدان چې سپینۍ ماڼۍ ته ورسېږي نو د ولسمشر په توګه هر څه ترلاسه کوي پرته ددغو موټرو له کلیانو څخه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG