لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غنی وايي افغانستان به هيڅ کله شاته تګ ونه کړي


د افغانستان ولسمشراشرف غني وايي افغانستان به هیڅ وخت شاته تګ ونه کړي او له افغانستان څخه یې د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

اشرف غني ویلي په تیرو څلورو کلونو کې افغان حکومت له موجوده ستونزو سره سره په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړنې لري چې په وینا یې دا لاسته راوړنې د تیرو حکومتونو په پرتله بې ساري دي.

اشرف غني ملت ته د حکومت لخوا د حساب ورکولوپه ویډیوي پیغام کې ویلي چې له دې وروسته هروزارت او اداره مسوله ده چې د شفافیت او ولس ته د حساب ورکولو په هدف د خپلو کړونو په اړه له ملت سره معلومات شریک کړي.

نوموړي ویلي د تیرو څلورو کلونو پرمهال په بیلابیلو برخو کې افغان حکومت ګڼې لاسته راوړنې درلودې او له مشکلاتو سره یې مبارزه کړې ده .

نوموړي وویل (په تجارت او ټرانزیټ کې د افغانستان لپاره د ځای پیدا کول، په داخلي او بهرني اړیکوکې شفافیت، په افغانسان کې د تجارت لپاره د ګن شمیر ځمکني اوهوايي دهلیزونو پرانیستنه، د اوبو مدیریت ،له فساد سره مبارزه، په اصلاحاتو کې پرمختګ په سیاسي، اداري ټولنیزو برخو کې د ښځواغیزمنه ونډه هغه څه دي چې د یوې د یو بیلګې په توګه یې یادونه کولی شو).

ولسمشر زیاته کړه افغانستان شاته تګ نه کوي او نړۍ اود سیمې هیوادونو ته یې قناعت ورکړی چې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل (له افغانستان څخه د ملاتړپه خاطرمو دنړۍ د قانع کولو لپاره ۷۴ بهرني سفرونه کړي دي زمونږ اساسي هدف دا و چې له نړۍ سره د دوامداره همکاریود تعامل فصل پرانیزواو افغانستان د تړلي هیواد څخه په مقتدیرشریک بدل کړو).

د افغان حکومت ادارو له لوري ملت سره د تیرو کړونو او فعالیتونو په اړه د معلوماتو او حساب ورکولو پروسې په پیل سره نن د افغانستان ۴ وزراتونو مسولو چارواکي د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شول او د خپلو ادارو د فعالیتونو په اړه یې معلومات له ولس سره شریکړل.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG