واشنګټن: ستور پوهانو د لومړي ځل لپاره په ستور ټال (کهکشان) کې د بلک هول (تور غار) انځور اخېستی دی.
ستور پوهان بلک هول دومره ستر ګڼي چې د دوی په وینا له لمر څخه څو بیلینه ځله لوی دی.
دغه خبر د چهارشنبې یا شورو په ورځ د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی او ویلي یې دي، چې دا بلک هول دومره ژور او ستر دی چې رڼا ترې نشي تېرېدلی.
د شیپ ډولمن په نامه یو ستور پوه، چې په هاروارډ سمېتسونین سنټر کې د ستورو د فزیک په څانګه کې کار کوي، په واشنګټن ډي سي کې د اپرېل یوې خبري غونډې ته وویل، مونږ هغه څه ولیدل چې مونږ فکر کاوه هغه به د لیدلو وړ نه وي.
هغه زیاته کړه، دا د پام وړ پرمختګ دی او دا په دې معنی چې بلک هول شته دی.
دغه بلک هول د ستورټلیځ یا ستور ټال (کهکشان) یا ګلکسي په زړه کې پروت دی، چې له ځمکې څخه کابو ۵۵ میلیونه لمریز کال واټن لري.
دا بلک هول د لوګي د یوې حلقې په څېر ښکاري چې د ابدیت (تل پاتېینې) سره د تړاو یواځینۍ لاره ګڼل کېږي او له دې دا څرګنديږي چې کاینات څومره ستر دي.